اسلام آباد۔2نومبر(اے پی پی) د زده كړو او پېشه ورې تربيې وزير مملكت وجيه قمر د ازبكستان په سمرقند ښار كښې د ملګرو ملتونو د تعلیمی، سائنسی و ثقافتی ادارې (یونېسکو) 43م كنفرنس په موقعه د جموريه تركيه د قومي تعليمي وزير پروفېسر ډاكټر يوسف تيكن سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د زده كړو په څانګه كښې همكارۍ ته په لا وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ په خاص …
د وزير مملكت وجيه قمر په سمرقند كښې د تركيه د تعليم وزير پروفيسر ډاكټر يوسف تيكن سره ملاقات ٬د زده كړو په څانګه كښې همكارۍ ته په لا وده وركولو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔2نومبر(اے پی پی) د زده كړو او پېشه ورې تربيې وزير مملكت وجيه قمر د ازبكستان په سمرقند ښار كښې د ملګرو ملتونو د تعلیمی، سائنسی و ثقافتی ادارې (یونېسکو) 43م كنفرنس په موقعه د جموريه تركيه د قومي تعليمي وزير پروفېسر ډاكټر يوسف تيكن سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د زده كړو په څانګه كښې همكارۍ ته په لا وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ په خاص توګه د استاذانو په تريبه ٬ فني او پېشه ور تعليمي ډيجيټل لرننګ او د تعليمي تبادلو څانګو كښې د همكارۍ په زياتولو زور راوړلے شو۔ وجیهه قمر پاكستان سره د مضبوطې همكارۍ او د زده كړو بېلو منصوبو ٬ وظيفو او اداره جاتي مرستې ستائنه وكړه۔ دې د تعليم په څانګه كښې اصلاحات ٬ د مهارتونو ترقي او بشپړې تعليمي موقعو له اقدامات په ډاګه كړل۔پروفېسر ډاکټر یوسف تېکن معياري تعليم ته وده وركولو له د پاكستان د عزم ستائنه وكړه۔ دواړو لارښودو د زده كړو په څانګه كښې دوه اړخيزه مرسته زياتولو او د يونېسكو پلېټ فارم د لارې د تعليم ٬ سائنس او كلتور نړيوال هدفونه ترلاسه كولو له د كار روان ساتلو عزم پخلے وكړو۔ په ملاقات كښې د پاكستان او تركيه تاريخي او مدبرانه اړيكې په ډاګه كړې شوې كومې چې په شريكو اقدارو او د ترقۍ او سوكالۍ په دوه اړخيزه وژن اډانه دي۔











