په مقبوضه كشمير اور هند كښې په ريښتيا وئيلو خبريالان په نخښه كولې شي ٬ بي جے پي اقتدار كښې له راتللو څخه وروستو 20 خبريالان نيولې دي ٬ رپورټ

اسلام آباد۔2نومبر(اے پی پی) نن په ګرده نړۍ كښې د خبريالانو په ضد د جرمونو ختمولو نړيواله ورځې لمانځلې شي٬ د هندي ځواكونو اهلكار كشميري خبريالان پرله پسې اذيت سره مخ كوي او هغوي ګرفتاروي۔ د كشمير ميډيا سروس لخوا په جاري شوي يو رپورټ كښې و ئيلې شوي دي چې په مقبوضه سيمه كښې خبريالان په زيات سختو حالاتو كښې كار كوي ٬ په ريښتيا وئيلو د دوئي په …

اسلام آباد۔2نومبر(اے پی پی) نن په ګرده نړۍ كښې د خبريالانو په ضد د جرمونو ختمولو نړيواله ورځې لمانځلې شي٬ د هندي ځواكونو اهلكار كشميري خبريالان پرله پسې اذيت سره مخ كوي او هغوي ګرفتاروي۔ د كشمير ميډيا سروس لخوا په جاري شوي يو رپورټ كښې و ئيلې شوي دي چې په مقبوضه سيمه كښې خبريالان په زيات سختو حالاتو كښې كار كوي ٬ په ريښتيا وئيلو د دوئي په ضد د تو قانون لاندې مقدمې درج كولې شي۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې د بی جے پی په مشرۍ كښې هندي حكومت په مقبوضه سيمه كښې د ميډيا غږ بندولو له ظالمانه چالونه چلوي۔ په كال 2019 كښې د دفعہ370 له منسوخۍ وروستو په مقبوضه جموں وكشمير كښې د صحافت په آزادۍ كښې زياتې كمې رامخې ته شوې دې۔ الجزیرہ د نومبر 2024 په خپل يو رپورټ كښې وئيلې دي چې د اكتوبر په يو يخ ماسپخين كښې په مقبوضه كشمير كښې د صحافت لاس كاله تجربه لرونكي 33 كلن ته يو نامعلوم لمبر څخه ټېلېفوني كال راغلو۔ کال كوؤنكي خپل شناخت د يو پوليس افسر په توګه كولو سره هغه څخه ذاتي او د هغه پېشه ور ژوند سره اړوندې پوښتنې وكړې۔ ده الجزيره ته ووئيل چې تېرو 5 كلونو څخه ماته هر ډول داسې كالونه راځي۔ ده ووئيل ما ته دې ووئيلې شي چې زه څه وكړم۔ په سرینګر كښې يو خبريال كے اېم اېس ته ووئيل چې تېرو 6 كلونو راهيسې لږ تر لږ يو درجن نوموړي خبريالان په پرله پسې نګرانۍ كښې ساتلې شي۔ هغوي څخه د رپورټنګ يا سفر په اړه تفصيلات پوښتلې شي او په دې هغوي څخه د آزادۍ او د پرېس د آزادۍ حق سلب كولې شي۔

مزید خبریں