مانسهرہ۔ 02 نومبر (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي چې د وزيراعظم زيركې مشرتابه كښې هيواد نه يوازې په معاشي مېدان كښې بلكې په سفارتي كچه هم لويې كاميابۍ ترلاسه كړي دي چې ورسره په نړۍ كښې د هېواد وقار لوړ شوے دے٬ هند په سندور جنګ كښې له ماتې خوړولو څخه وروستو په سازشونو كښې مصروف دے۔ ده د اتوار په ورځ د …
د وزيراعظم په مشرتابه كښې هيواد په معاشي ميدان كښې او سفارتي كچه لويې كاميابۍ ترلاسه كړي دي: سردار يوسف

مزید خبریں
مانسهرہ۔ 02 نومبر (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي چې د وزيراعظم زيركې مشرتابه كښې هيواد نه يوازې په معاشي مېدان كښې بلكې په سفارتي كچه هم لويې كاميابۍ ترلاسه كړي دي چې ورسره په نړۍ كښې د هېواد وقار لوړ شوے دے٬ هند په سندور جنګ كښې له ماتې خوړولو څخه وروستو په سازشونو كښې مصروف دے۔ ده د اتوار په ورځ د مانسهرې په جاګووړي وادي كونش كښي ځايي مشرانو ته خطاب كولو۔ سردار يوسف ووئيل موجوده حكومت د اولس سوكالۍ او بنيادي آسانيو برابرولو له ټول ممكنه وسائل كاروي۔ وفاقی وزیر ووئيل په لرې پرتو او غرئيزو سيمو كښې د برېښنا رسنې او د انفراسټركچر بهترۍ له په بېلو پرمختيائي منصوبو كار روان دے۔ ده مشرانو ته ووئيل چې مونږ له به د ټولنې خېر ښېګړې له د يووالي څرګندونه كولو سره د مسلمان په حېث لسانيت او فرقه بازۍ څخه ډډه كول وي۔ ده ووئيل هند په سندور جنګ كښې له ماتې خوړولو څخه وروستو په سازشونو كښې بوخت دے۔ ده ووئيل ناامني او ترهګري ختمولو لپاره د پاك پوځ ځوانان په هر محاذ خپل فرض ترسره كوي او بشپړې كارروايۍ كوي۔











