آزاد صحافت د يو مضبوط ٬ سپيځلي او جمهوري پاكستان ضمانت دے ٬ ذمه وار صحافت د كومې هم جمهوري ټولنې بنياد دے: وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد۔2 نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې آزاد صحافت د يو مضبوط ٬ سپيځلي او جمهوري پاكستان ضمانت دے ٬ باخبر اور ذمه وار صحافت د كومې هم جمهوري ټولنې بنياد دے ٬ د خپل فرض ترسره كولو په مهال په خبريالانو تشدد ٬ دوي ته دړكه يا په انتقام اډانه لرونكې جرمونه په حقيقت كښې د رايې په آزادۍ بريد دے۔ د اتوار په ورځ …

اسلام آباد۔2 نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې آزاد صحافت د يو مضبوط ٬ سپيځلي او جمهوري پاكستان ضمانت دے ٬ باخبر اور ذمه وار صحافت د كومې هم جمهوري ټولنې بنياد دے ٬ د خپل فرض ترسره كولو په مهال په خبريالانو تشدد ٬ دوي ته دړكه يا په انتقام اډانه لرونكې جرمونه په حقيقت كښې د رايې په آزادۍ بريد دے۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د خبريالانو په ضد د جرمونو ختمولو نړيوالې ورځې په موقع خپل بيان كښی وزيراعظم ووئيل دا ننۍ ورځ مونږ ته دا حقيقت په ګوته كوي چې آزاد، باخبر او ذمه دار صحافت د كومې هم جمهوري ټولنې بنياد دے٬ خبريالان تر حقائقو د اولس لاس رسي ممكن كوي او د ريښتيا علمبردار وي٬ د خپل فرض ترسره كولو په مهال په خبريالانو تشدد ٬ دوي ته دړكې يا په انتقام اډانه جرمونه په حقيقت كښې د رايې په آزادۍ بريد دے۔ ده ووئيل زه په دې موقعه هغه ټولو خبريالانو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كوم چې د حق او ريښتيا لپاره ستونزې برداشت كوي او د هغه ليكوالو او ميډيا وركرز كورنيو سره د يو والي څرګندونه كومو چې خپل مينه وال د خپل فرض ترسره كولو په مهال له لاسه وركړي دي۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت د صحافت آزادۍ تحفظ او خبريالانو لپاره د خوندي چاپېريال برابرولو عزم لري۔ ده ووئيل مونږ به هغه ټول ګامونه پورته كوو چې ورسره د خبريالانو په ضد د جرمونو بشپړه تفتيش ٬ د انصاف رسنه او د جرمونو ارتكاب كوؤنكو په ضد قانوني كارروائي باوري كړې شي۔ ده وئيل زه نړيوالې ورورولۍ ٬ ميډيا ادارو او سول سوسائټۍ ته خواست كوم چې هغوي د خبريالانو تحفظ او د رايې آزادۍ ته وده وركولو له خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل آزاد صحافت د يو مضبوط، سپېځلي او جمهوري پاكستان ضمانت دے۔

مزید خبریں