اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې پاكستان په معركه حق كښې هند ته له ماتې وركولو څخه وروستو د دښمن يو بل سازش ناكامه كړے٬ استخباراتي ايجنسو د هند لخوا جوړ كړے شوے سازش ناكامه كولو سره اعجاز ملاح نومې ماهي ګير ونيولو كوم څخه چې د حېرانتيا وړ انكشافات شوي دي۔ د خالي په ورځ د كورنيو چارو دوهم وزير …
پاكستان د هند لخوا بې بنسټه سازش ناكامه كړو ٬ اعجاز ملاح نومې ماهي ګير يۍ ونيولو: د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ خبري كنفرنس

مزید خبریں
اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې پاكستان په معركه حق كښې هند ته له ماتې وركولو څخه وروستو د دښمن يو بل سازش ناكامه كړے٬ استخباراتي ايجنسو د هند لخوا جوړ كړے شوے سازش ناكامه كولو سره اعجاز ملاح نومې ماهي ګير ونيولو كوم څخه چې د حېرانتيا وړ انكشافات شوي دي۔ د خالي په ورځ د كورنيو چارو دوهم وزير طلال چوهدري سره په ګډ پرېس كنفرنس كښې وفاقي وزير ووئيل هند به جنګ كښې ماتې خوړل نه شي هېرولې او د آپرېش له سندور وروستو يۍ د مس انفارمېشن او ډس انفارمېشن مهم پېل كړو۔ ده ووئيل په سفارتي مېدان كښې هند په خپله بيانيه كښې ماتې سره مخ شوے۔ ده ووئيل د جنګ په مهال د هندوستان ټولې ميډيا د دروغو بيانيه وضعه كړه او د دروغو په خپلو خبرونو كښې يۍ د لاهور او ملتان بندرځايونه تباه شوي وګرځول ٬ حال دا دے چې لاهور او ملتان لېنډلاك ښارونه دي او دغلته كومه بندرګاه نشته۔ ده ووئيل په دې وروستيو كښې مونږ يوه لويه كاميابي ترلاسه كړه او هغه د اعجاز ملاح نومې يو سړي نيول دي كوم چې د روان كال ستمبر مياشت كښې كبانو نيولو له راغلے ؤ۔ انډين كوسټ ګارډ دے نيولو سره نامعلومه مقام ته منتقل كړو۔ اعجاز ملاح ته هندي خفيه ايجنسو رقم او نور ترغيبات وركولو سره د پاكستان نېوي ٬ پاكستان آرمي سندھ رېنجرز يونيفارم په شمول د نورو حساسو څيزونو اخيستو ټاسك وركولو سره خوشې كړو۔ دا د انډين اېنټلي جنس ايجنسۍ د پاكستان په ضد د پروپېګنډې يو بل قدم ؤ۔ ده ووئيل كله چې اعجاز ملاح د پورته ذكرو شوو څيزونو خريداري كوله نو پاكستاني امنيتي ځواكونه ده پسې شول او دې يۍ ګرفتار كړو۔ له ګرفتارۍ څخه وروستو د اعجاز ملاح قبضې څخه يو شمېر څيزونه برآمد شول۔ د تفتيشن په مهال معلومه شوه چې هندي خفيه ايجنسۍ اعجاز ملاح استعمال كړې۔ ملزم له ګرفتارۍ وروستو د خپل جرم اعتراف هم وكړو۔ اعجاز ملاح ووئيل د ده رابطه د هندي خفيه ايجنسۍ يو افسر اشوك سره وه۔ چا ته چې ده سمامان او عكسونه لېږلې وو۔ ده ووئيل د هند په پروپېګنډا وارفیئر كښې افغانستان هم شامل دے۔ كله چې لوئيدېزې پولې څخه بريد وكړې شو نو د افغانستان خارجه وزير نوې ډيلي كښې ؤ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ډی جی آئی اېس پی آر او د اطلاعاتو وزارت د پروپېګنډا وارفیئر كاؤنټر كولو كښې يو ځاې دي۔ ده ووئيل دا د افغانستان ذمه واري ده چې هغه دا خبره باوري كړي چې فتنه الخوارج، فتنه الهندوستان به د افغانستان خاوره د پاكستان په ضد ترهګرۍ له كارولې نه شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل وسله وال ځواك تل تيار پاتے كيږي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ ختمولو له پاكستانے اولس ٬ حكومت او پوځ يو موټے او متحرك دي۔











