د صدر آصف علی زرداری د آفتاب شعبان میرانی په مړينه غمرازي

اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د سندھ پخواني وزيراعلی او د پاكستان پيپلز ګوند مشر لارښود آفتاب شعبان میرانی په مړينه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ووئيل آفتاب شعبان میرانی د شهيد ذوالفقار علي بهټو او د شهيدې بېنظير بھټو په نزدې ملګرو كښې شامل ؤ٬ هغه اولسي …

اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د سندھ پخواني وزيراعلی او د پاكستان پيپلز ګوند مشر لارښود آفتاب شعبان میرانی په مړينه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ووئيل آفتاب شعبان میرانی د شهيد ذوالفقار علي بهټو او د شهيدې بېنظير بھټو په نزدې ملګرو كښې شامل ؤ٬ هغه اولسي خذمت لپاره د قدر وړ خذمات ترسره كړي دي۔ صدر مملكت ووئيل آفتاب شعبان میرانی د پاکستان پیپلز ګوند مخلص او وفادار لارښود ؤ كوم چې د پارټۍ استحكام او د اولسي خذمت مشن كښې ښكاره كردار ترسره كړو۔ صدر مملكت دعا كړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم توفيق وركړي۔

مزید خبریں