د هند تور تاريخ ٬ 01 نومبر 1984: د سِکھ ورورولۍ د عامې وژنې داستان د ظلم او بربريت انتها

اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) په 31 اکتوبر كال 1984 د دغه وخت د هندي وزير اعظمې اندرا ګاندھی له وژنې څخه وروستو په ټول هند كښې د سكھ وروولۍ په ضد د ظلم او بربريت يوه داسې لړۍ پېل شوه كومه چې تر څو ورځې روانه پاتې شوه۔ د نومبر له لومړۍ نېټې څخه تر درې ورځو پورې په فساداتو كښې د زرګونو په شمېر سكھان په دړدېدلي ډول ووژل …

اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) په 31 اکتوبر كال 1984 د دغه وخت د هندي وزير اعظمې اندرا ګاندھی له وژنې څخه وروستو په ټول هند كښې د سكھ وروولۍ په ضد د ظلم او بربريت يوه داسې لړۍ پېل شوه كومه چې تر څو ورځې روانه پاتې شوه۔ د نومبر له لومړۍ نېټې څخه تر درې ورځو پورې په فساداتو كښې د زرګونو په شمېر سكھان په دړدېدلي ډول ووژل شول ٬ د سوونو په شمېر مېرمنو بې حرمتي وكړې شوه۔ نړيوالو ورځپاڼو او د ډپلومېټ او هیومن رائټس واچ په شمول د بشري حقونو يو شمېر تنظيمونو دا پېښې د هند د تاريخ تور باب وګرځولو۔ د رپورټس له مخې انتها خوښو هندو ډلو د ووټرانو فهرستونو د لارې د سكھ ورورولۍ كورونه معلوم كړل او هغوي يۍ بې دردۍ سره ووژل ٬ د هغوي كورونه او بازارونه يۍ وسوځول۔ د هیومن رائټس واچ رپورټ له مخې هندي پوليس او حكومت عهدېداران نه يوازې د بريد كوؤنكو په مخنيوي كښې ناكامه شول بلكې په ځينې ځايونو كښې يۍ د هغوي مرسته هم وكړه۔ د كال 1969 ګجرات او د كال 1984 فساداتو څخه وروستو هم په سكھ ورورولۍ د هند ظلم او زياتې بند شوې نه دے بلكې په 2000 كښې چھټی سنګھ پورہ پېښه رامخې ته شوه او دغسې په كال 2019 د كښې د كسانانو په احتجاج كښې د حكومتي جبر يو شمېر پېښې رپورټ شوے۔ د بشري حقونو تنظيمونو په نرېندر مودي د سكھ مظاهرچيانو په زندانونو كښې د بندلو او د دوئي په ضد د طاقت بې ځايه كارولو تورونه لګولي دي۔ د هند دننه او بهر سكھ لارښود محفوظ نه دي۔ په 18 جون 2023 په كاناډا كښې سكھ لارښود هرديب سنګ نجر ووژلے شو۔ د كاناډا وزيراعظم جسټن ټروډو په هندي حكومت دې پېښه كښې د ككړ كېدو تور لګولے ؤ چې ورسره د هند او كاناډا ترمينځه اړيكې اغېزمنې شوې۔ 40 كاله پس د كال 1984 فسادونو ځپلي نن هم انصاف ته سترګې په لاره دي۔

مزید خبریں