د وزيراعظم شهباز شريف د ګلګت بلتستان اولس ته د آزادۍ ورځې مباركي

اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) وزیرِاعظم شهباز شریف د ګلګت بلتستان اولس او ټول قام ته د ګلګت بلتستان د آزادۍ ورځې په موقع د زړه له كومي مباركي وركړې ده۔ د مباركۍ په خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل د كال 1947 نومبر مياشتې په اولنۍ نېټه د ګلګت بلتستان مېړني اولس د جرات ٬ يو والي ٬ وطن سره د مينې او مړانې څرګندونه كولو سره ډوګره راج څخه آزادي …

اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) وزیرِاعظم شهباز شریف د ګلګت بلتستان اولس او ټول قام ته د ګلګت بلتستان د آزادۍ ورځې په موقع د زړه له كومي مباركي وركړې ده۔ د مباركۍ په خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل د كال 1947 نومبر مياشتې په اولنۍ نېټه د ګلګت بلتستان مېړني اولس د جرات ٬ يو والي ٬ وطن سره د مينې او مړانې څرګندونه كولو سره ډوګره راج څخه آزادي ترلاسه كړه او پاكستان سره يۍ د الحاق كولو يوه تاريخي پرېكړه وكړه۔ دا ورځ د دغه سترې قربانۍ ٬ عزم او وطن سره د مينې په ياد كښې لمانځلې شي كومې چې د منطقې تاريخ بدل كړو۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل وفاقی حکومت د ګلګت بلتستان د پرمختګ ٬ سوكالۍ او ځوانانو لپاره د غوره سباؤن عزم لري۔ د سېلګرۍ ٬ بنيادي اډانې او د تعليم په څانګه كښې به روانې منصوبې د ګلګت بلتستان په پرمختګ كښې سنګ ميل ثابت شي۔ د ګلګت بلتستان اولس ته به د ترقۍ ټولې موقعې وركولې شي دغسې چې هغوي په قامي چوكاټ كښې شاملېدو سره خپل بشپړ كردار ترسره كړې شي۔ دا ننۍ ورځ د دے عهد د پخلي ورځ ده چې مونږ به د خپلې آزادۍ ٬ يووالي او پرمختګ سفر نوے توان اوجذبې سره روان ساتؤ۔ وزیراعظم شهباز شریف په خپل پېغام كښی ګلګت بلتستان او پاكستان لپاره د امن ٬ پرمختګ او سوكالۍ دعا وكړه۔

مزید خبریں