اسلام آباد 31اکتوبر(اے پی پی)د پاكستان او كويت ترمينځه د مومند بند هائيډرو پاور پروژې لپاره د پور په دوهمه لوظ نامه لاس ليك شوے۔د اقتصادي چارو وزارت كښې د جمعې په ورځ په لوظ نامه د لاس ليك دستوره وشوه چې پكښې د پاكستان حكومت او كويت فنډ فار عرب اكنامك ډويلپمنټ ترمينځه د مومند ډېم هائيډرو پاور پروژې لپاره د 7.5 ملين كويتي دينار( نزدې د 25 ملين …
د مومند ډېم په جوړېدو كښې مهم پېشرفت٬د پاكستان او كويت ترمينځه 25 ملين ډالره د پور په لوظ نامه لاس ليك

مزید خبریں
اسلام آباد 31اکتوبر(اے پی پی)د پاكستان او كويت ترمينځه د مومند بند هائيډرو پاور پروژې لپاره د پور په دوهمه لوظ نامه لاس ليك شوے۔د اقتصادي چارو وزارت كښې د جمعې په ورځ په لوظ نامه د لاس ليك دستوره وشوه چې پكښې د پاكستان حكومت او كويت فنډ فار عرب اكنامك ډويلپمنټ ترمينځه د مومند ډېم هائيډرو پاور پروژې لپاره د 7.5 ملين كويتي دينار( نزدې د 25 ملين امريكائي ډالر) دوهمه د پور په لوظ نامه لاس ليك وشو۔د پاكستان حكومت لخوا د اقتصادي چارو وزارت سېكرټري محمد همايوں كريم د كويت حكومت او كويت فنډ د پاكستان پرمختيائي پروګرامونو لپاره په پرله پسې مرسته مننه وكړه۔ده ووئيل دا رعايتي فنانسنګ د پاكستان او كويت د ورورولۍ اړيكو او د اوږد مهاله شراكتدارۍ عكاسي ده۔ده د توان٬اوبو او سماجي څانګو كښې د كويت فنډ مالي مرسته وستائېله كومه چې د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې ځانګړې كردار ادا كوي۔ده خبره ياده كړې چې مئي 2024 كښې د پاكستان كويت شريكې وزارتي غونډې په مهال پاكستان كويت فنډ څخه مومند ډېم پروژې لپاره ټول 30 ملين كويتي دينار(100 ملين امريكائي ډالر) په لوظ نامه زر د لاس ليك خواست كړے ؤ كوم چې په څلورو يو برابر قسطونو كښې جاري كول وو۔۔دستورې ته خطاب كښې د كويت سفارتخانې ډپټي هيډ آف مشن دوه اړخيزه اقتصادي مرستې ته لا ودې وركولو له د عزم پخلې وكړے او د پاكستان پرمختيائي پروژو لپاره د كويت فنډ پرله پسې مرستې باور يې وركړو۔











