د یونیسکو 43 م جنرل کانفرنس كښې د پاکستان او ناروے په تعلیمي مرسته خبرې

اسلام آباد۔31اکتوبر (اے پي پي) د تعليم او پېشه وره تربيي وزير مملكت وجیه قمر د ازبکستان په سمرقند ښار كښې 43 م د یونیسکو جنرل کانفرنس په موقع د ناروے د تعلیم وزېرې کري نیسا نوردتن سره ملاقات وكړو ۔ د جمعې په ورځ جاري پریس ریلیز ترمخه دواړو وزيرانو د تعلیم په اړه مرستې زياتولو په طریقو په خاص توګه په ډیجیټل لرننګ، د اساتذانو په تربیت، تکنیکي …

اسلام آباد۔31اکتوبر (اے پي پي) د تعليم او پېشه وره تربيي وزير مملكت وجیه قمر د ازبکستان په سمرقند ښار كښې 43 م د یونیسکو جنرل کانفرنس په موقع د ناروے د تعلیم وزېرې کري نیسا نوردتن سره ملاقات وكړو ۔ د جمعې په ورځ جاري پریس ریلیز ترمخه دواړو وزيرانو د تعلیم په اړه مرستې زياتولو په طریقو په خاص توګه په ډیجیټل لرننګ، د اساتذانو په تربیت، تکنیکي او پیشه ورہ تعلیم خبرې وكړې۔ وجیه قمر ووئېل په پاکستان كښې د تعلیمي اصلاحات مقصد تر تعلیم رسنه، معیار او مساوات لا ښه كول دي او د حکومت د اړخه د هنر مندۍ ترقۍ او ډیجیټل خواندكۍ د لارې د ځوانانو اختیار منده كولو ته خاص پام لرنه كولې شي ۔ هغې د نړيوالو تعلیمي اقداماتو لپاره د ناروے مسلسل مرسته وستائېله او د یونیسکو فریم ورک تر مخه د دوه اړخيزه مرستې مضبوطولو لپاره يې د پاکستان خوښي څرګنده كړه ۔ د ناروے وزیرې د تعلیمي ترقۍ لپاره د پاکستان عزم وستائېلو او په نړيوال فورمز يې د فعاله شرکت ستائنه وكره۔ دغسې په نړيواله كچه يې جامع او يو برابر تعلیم وركولو له د ناروے د مسلسل مرستې كولو باور وركړو ۔ملاقات كښې د پائیدار پرمختګ په ایجنډا د شريكو هدفونو په خاص توګه په معیاري تعلیم د ایس ډي جی-4 تر مخه د شريكو اهدافو له كار كولو له د عزم پخلے وشو ۔

مزید خبریں