اسلام آباد۔31اکتوبر (اے پي پي) پاکستان د جموں و کشمیر په شخړه د پاکستان د اصولي موقف او د کشمیري اولس حق خودارادیت له په پرله پسې مرسته د اسلامي مرستې تنظیم (او آئي سي) مننه كړې ده ۔ د خارجه دفتر وياند طاهرحسین اندرابي د جمعې په ورځ پریس بریفنګ كښې ووئېل مونږ د هند په غیر قانوني تسلط لاندې جموں و کشمیر كښې د 78 كاله قبضې، ریاستي …
پاکستان د جموں و کشمیر په شخړه د پاکستان د اصولي موقف او د کشمیري اولس په پرله پسې مرسته د او آئي سي مننه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔31اکتوبر (اے پي پي) پاکستان د جموں و کشمیر په شخړه د پاکستان د اصولي موقف او د کشمیري اولس حق خودارادیت له په پرله پسې مرسته د اسلامي مرستې تنظیم (او آئي سي) مننه كړې ده ۔ د خارجه دفتر وياند طاهرحسین اندرابي د جمعې په ورځ پریس بریفنګ كښې ووئېل مونږ د هند په غیر قانوني تسلط لاندې جموں و کشمیر كښې د 78 كاله قبضې، ریاستي ترهه ګرۍ او د بشري حقونو د خلاف ورزو غندنه كوو او د سلامتي کونسل قراردادونو تر مخه د حق خودارادیت تر لاسه كولو لپاره هلو ځلو كښې د لسيزو نه د ستونزو برداشت کونكې کشمیري اولس اخلاقي، سفارتي او سیاسی مرستې له د خپل لوظ پخلے كوو ۔ هغه ووئېل پاکستان په 27 اکتوبر په کشمیر د هند د 78 كالو تسلط مكمل كېدو په ورځ توره ورځ ونمانځله ۔ هغه په 27 اکتوبر 1947ء د هند د پوځونو کارروائیوں ذکر وكړو كومې چې په جموں و کشمیر د غیر قانوني قبضې باعث وګرځېدې۔ وياند د او آئي سي د اړخه د جموں و کشمیر په شخړه د پاکستان د اصولي موقف او د کشمیري اولس د حق خودارادیت مسلسل مرستې په اړه مننه وكړه۔ هغه ووئېل په دې موقع خپلو خصوصي پیغاماونو كښې صدر، وزیراعظم او نائب وزیراعظم د کشمیر اولس منصفانه هلو ځلو كښې د هغوي اخلاقي، سفارتي او سیاسي مرسته روانه ساتلو له د پاکستان د عزم پخلے وكړو ۔ هغه ووئېل د خارجه وزارت د اړخه د خصوصي کشمیر يووالي لاريون وكړے شو او اسلام آباد كښې د سفارتي کور غړو لپاره خاص بریفنګ تابيا شوے ؤ ۔۔











