اسلام آباد۔31اکتوبر(اے پی پی) پاكستان دا خبره په ډاګه كړې ده چې هغه افغانستان سره نور تاؤ تريخوالے نه غواړي بياهم په سباؤن كښې به د كوم هم يرغل بشپړ ځواب وركولې شي۔ د خارجه دفتر وياند طاهرحسېن اندرابی د جمعې په ورځ دلته پرېس بريفنګ كښې ووئيل پاکستان هيله لري چې افغان طالبان سره به د خبرو نوے دور 6 نومبر څخه پېل شي۔ پاكستان به د ثالثۍ په …
پاكستان افغانستان سره نور تاؤ تريخوالے نه غواړي٬ په سباؤن كښې به د كوم هم يرغل ځواب وركولې شي ٬ د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي خبري كنفرنس

مزید خبریں
اسلام آباد۔31اکتوبر(اے پی پی) پاكستان دا خبره په ډاګه كړې ده چې هغه افغانستان سره نور تاؤ تريخوالے نه غواړي بياهم په سباؤن كښې به د كوم هم يرغل بشپړ ځواب وركولې شي۔ د خارجه دفتر وياند طاهرحسېن اندرابی د جمعې په ورځ دلته پرېس بريفنګ كښې ووئيل پاکستان هيله لري چې افغان طالبان سره به د خبرو نوے دور 6 نومبر څخه پېل شي۔ پاكستان به د ثالثۍ په عمل كښې مصروف پاتې وي۔ وياند د پاكستان افغانستان اوربند په اړه قطر او تركيه كښې د شوو اوسنيو خبرو په اړه ووئيل پاكستان په زيات مثبت ډول دغه خبرو كښې ګډون كړے۔ ده ووئيل د پاكستان او افغانستان د خبرو دويم دور تېره ورځ په استنبول كښې پايې ته ورسېد۔ پاكستان په دې خبرو كښې دا خبره په ښكاره ډول كړې چی د افغانستان خاوره دې د پاكستان په ضد ترهګرۍ لپاره ونه كارولې شي۔ ده وويئل پاكستان په 25 اكتوبر په پېل شوو استنبول خبرو كښې هم په زړه پورې جذبې او مثبت نيت سره ګډون وكړو۔ وياند ووئيل پاكستان دښمني زياتول نه غواړي۔ هيله ده چې افغان طالبان حكومت به نړيوالې ورورولۍ سره د خپل تړون احترام وكړي او د فتنة الخوارج او فتنة الهندوستان په شمول د ترهګرو تنظيمونو په ضد به كوټلې او د تصديق وړ كارروايۍ كولو سره د پاكستان جائزې امنيتي اندېښنې لرې كړي۔ ده ووئيل مونږ طالبان حكومت سره د افغانستان په خاوره د فتنة الخوارج او فتنة الهندوستان د اعلی مشرتابه موجودګۍ په اړه مصدقه معلومات يو شمېر ځله ګډ كړي۔ ده ووئيل مونږ ته افغانستان په تېر وخت كښې څو څو ځله باور راكړے ٬ د دغې باوجود افغانستان څخه په پاكستان كښې د ترهګرۍ بريدونه زيات شوي دي۔ ده ووئيل د تېرو څلورو كلونو څخه د افغان طالب حكومت لخوا د پاكستان جائزې امنيتي اندېښنې په بشپړه توګه له پامه وغورځولې شوې او په 11 او 12 اكتوبر او بيا په 14 او 15 اكتوبر د فتنة الخوارج په ملاتړ د پاكستان په ضد پارونكے جارحيت په نړيواله پوله د پرتشدد تبادلو سبب وګرځېد۔ پاكستان د افغانستان د پارونكو كارروائيو پرېكنده ځواب وركړو۔ ده ووئيل پاكستان تل يو سوله ايز ٬ مستحكم ٬ په سيمه ايز توګه مضبوط او څوكاله افغانستان كښې خوښي لرلې او كوم چې خپلو ګاونډيانو هېوادونو سره په سوله ايزه توګه پاتي كېدو باور لري۔ په اګست 2021 كښې په كابل قبضې سره مونږ هيله لرله چې سيمه ايز او د رابطې وژن به بشپړ شي۔ وياند ووئيل د دې جذبې له مخې زمونږ د بېلو امنيتي اندېښنو باوجود پاكستان سږ كال د افغانستان ملاتړ او مرستې لپاره ګڼ شمېر اقدامات وكړل او افغانستان ته يۍ په خاص توګه افغان ټرانزټ ټرېډ لپاره يو شمېر رعايتونه وركړل۔ ده ووئيل مونږ افغانستان سره خپله سفارتي نمائندګي ناظم الامور څخه تر سفير كچې ورسوله او د سي پېك تر افغانستان په پراخه كولو مو اتفاق وكړو۔ ده ووئيل نائب وزيراعظم او خارجه وزير په 17 جولائي د ازبكستان – افغانستان – پاكستان رېلوے منصوبې د ګډې فزېبلټي سټډي لوظنامه لاس ليك كولو سره درې وارې د كابل دوره وكړه۔ ویاند وویل د پاکستان حکومت او وسله وال ځواکونه د پاکستان د خپلواكۍ ساتنې او د خپلو خلقو د خوندیتوب باوري كولو لپاره هر ډول ممکن اقدامات ته چمتو دي، پاکستان به د دريم ګړیتوب په عمل كښې مصرف پاتي شي او د نومبر د شپږمې نیټې د خبرو اترو د مثبتو نتيجو هیله لري. ده ووئیل پاکستان د وروڼو هیوادونو قطر او ترکیې د مثبت كردار ستاینه کوي او د دې مسلې سوله ایز حل لپاره هره هڅه کوي۔











