د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني او د تاجكستان اسمبلۍ چيئرمين ملاقات

باکو۔31 اکتوبر(اے پی پی) پاکستان او تاجکستان د دوه اړخيزه اړيكو او بېن الپارلمياني همكارۍ مضبوطولو د عزم پخلے كړے دے٬ د دواړو ورونړو هېوادونو ترمينځه د تاريخي ٬ كلتوري او سياسي خپلولو په لا پراخه كولو اتفاق راغلے ۔ دا اتفاق د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني او د تاجكستان د پارليمان چيئرمېن فیزالی ادیزودا ترمينځه په باكو كښې شوي ملاقات كښې رامخې ته شو۔ د جمعې په …

باکو۔31 اکتوبر(اے پی پی) پاکستان او تاجکستان د دوه اړخيزه اړيكو او بېن الپارلمياني همكارۍ مضبوطولو د عزم پخلے كړے دے٬ د دواړو ورونړو هېوادونو ترمينځه د تاريخي ٬ كلتوري او سياسي خپلولو په لا پراخه كولو اتفاق راغلے ۔ دا اتفاق د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني او د تاجكستان د پارليمان چيئرمېن فیزالی ادیزودا ترمينځه په باكو كښې شوي ملاقات كښې رامخې ته شو۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو په دې خبره زور راوړو چې د پاكستان او تاجكستان ملګرتيا په دوه اړخيز احترام ٬ ګډو مذهبي اقدارو او امن او د پرمختګ او سوكالۍ په ګډو مقاصدو اډانه ده۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت ٬ توان ٬ رابطو او په اولسي كچه اړيكو ته به وده وركول وي دغسې چې بېلو څانګو كښې د همكارۍ نوې لارې پرانستلې شي۔ دوئي پارليماني رابطو ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل مؤثر بېن الپارلیمانی مرسته د دوه اړخيزه باور ودې ٬ غوره قانون سازۍ او په اولسي ګټه پالېسي جوړولو له ضروري ده۔ د سېنېټ چيئرمېن د ترهګرۍ او انتها خوښۍ په ضد ګډو هڅو له د شنګھائی مرستې تنظيم (اېس سی او) او د اجتماعي سلامتيا لوظنامې تنظيم (سی اېس ټی او) لاندې د مرستې په روانه ساتلو حاجت زور راوړو۔ دوئي په دفاعي څانګه كښې په زياتېدونكې همكارۍ د اطمينان څرګندونې كولو سره ووئيل پوځي تربيې ٬ د كار استعداد كښې زياتوالے او د استخباراتي معلوماتو تبادلې سره به منطقه كښې امن او استحكام وده ومومي۔ سيد يوسف رضا ګيلاني د تجارت او معيشت په مېدان كښې د مرستې زياتولو په حاجت زور راوړلو سره د ټېکسټائل، زراعت، صنعت او توان څانګو كښې شريكو موقعو څخه د استفادې كولو اهميت په ډاګه كړو۔ د سېنېټ چيئرمېن خپل تاجك همڅنګ ته په پاكستان كښې د نومبر 10مې څخه تر 12مې نېټې كېدونكي بېن الپارلیمانی سپیکرز کنفرنس (آئی اېس سی ) كښې د ګډون كولو بلنه وركړه۔ دواړو لارښودو تعلیمی او كلتوري رابطو ته د ودې وركولو په اهميت هم زور راوړو۔ د سېنېټ چيئرمېن د تاجكستان سيمه ايز امن او استحكام كښې مثبت كردار او په مينځنۍ آسيا كښې پرمختګ او سوكالۍ لپاره د دوي د تعميري هڅو ستائنه وكړه

مزید خبریں