په چترال كښې د دانش سكول د بنياد تيګه كېښودلې شوه ٬ د وزيراعظم د ګيس پلانټ نصب كولو ٬ بره چترل لپاره د بجلۍ ټيريف مسئله حل كولو ٬ د پوهنتون ٬ روغتون جوړولو او د سړكونو جوړولو منصوبو اعلان

چترال۔31 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د هېواد پرمختګ ٬ د اولس سوكالۍ د ترهګرۍ او ناامنۍ ختمولو له ټولو ته په ګډه د تللو بلنې وركولو سره وئيلي دي د خېبر پښتونخوا اولس چې پاكستان لپاره كومې قربانۍ وركړې دي د هېرولو نه دي٬ ځوانان به د علم او هنر په كالو سنګارولو سره د هېواد پرمختګ لپاره كارولې شي ٬ په چترال كښې دانش سكول د …

چترال۔31 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د هېواد پرمختګ ٬ د اولس سوكالۍ د ترهګرۍ او ناامنۍ ختمولو له ټولو ته په ګډه د تللو بلنې وركولو سره وئيلي دي د خېبر پښتونخوا اولس چې پاكستان لپاره كومې قربانۍ وركړې دي د هېرولو نه دي٬ ځوانان به د علم او هنر په كالو سنګارولو سره د هېواد پرمختګ لپاره كارولې شي ٬ په چترال كښې دانش سكول د وفاقي حكومت ډالۍ ده٬ ګېس پلانټ به زر تر زره نصب كولې شي٬ په بره چترال كښې به روغتون جوړولې شي او د بجلۍ د ټېرېف مسئله به حل كولې شي۔ وزيراعظم د جمعې په ورځ د دانش سكول د بنياد اېښودو دستورې ته خطاب كولو۔ په دې موقع وفاقي وزيران عطاء تارړ ، انجینئر امیر مقام او اعلیٰ وفاقی او صوبائی چارواكي موجود وو۔ وزیراعظم دستورې ته خطاب كښې ووئيل چترال د خېبر پښتونخوا ښكلې سيمه ده٬ د صوبې مېړني اولس پاکستان لپاره بلها قربانۍ وركړې دي٬ د خېبر پښتونخوا او چترال وطن سره مينه مثالي ده۔ پرمختګ او يووالي له د خېبر پښتونخوا اولس هڅې به تل يادې ساتلې شي۔ وزیر اعظم ووئيل ما ته چا په چترال كښې د دانش سكول جوړولو وئيلي نه دي ٬ دا زما وژن دے چې د پاكستان وروستو پاتې سيمو ته د غوره او عصري زده كړو آسانۍ ورسولې شي٬ دا منصوبه ډالۍ ده۔ ده ووئيل په دانش سکولونو كښې د اېچي سن د معيار تعليم وركړے كېږي۔ دلته د بې وزله كسانو بچي ٬ يتيمانان او عام كوچنيان د زده كړو وېړيا آسانۍ ترلاسه كولې شي۔ راتلونكي كال كښی به چترال كښې د دانش سكول پرانسته كيږي۔ وزیراعظم ووئيل ما تېره ورځ زده كوؤنكو له د يو لك لېپ ټاپس وركولو سكيم پرانسته كړې٬ دا لېپ ټاپس به د چترال زيركو زده كوؤنكو له هم وركولې شي۔ وزیراعظم ووئيل سهيل آفريدي ته مې د وزيراعلی په حېث په ټاكلے كېدو د مباركۍ فون كړے ؤ او هغه ته مې په ګډه پرمختګ ٬ سوكالۍ او د ناامنۍ او ترهګرۍ ختمولو له د كار كولو بلنه وركړې وه۔ وفاق به هغه سره بشپړه مرسته كوي۔ وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې هغه به زما وړاندېز قبول كري۔ وزیراعظم ووئيل په مئي مياشت كښې څلور ورځني جنګ هند ماتې سره مخ كړو۔ ده ووئيل د فیلډ مارشل سید عاصم منیر په مشرۍ كښې پاكستانو ځواكونو د هغې مړانې څرګندونه وكړه د كومې چې نن نړۍ اعتراف كوي۔ امريكائي صدر د جنګ په بندولو كښې تاريخي كردار ترسره كړو٬ كه جنګ بند شوے نه ؤ نو ډېر زيات ځاني زيان به شوے ؤ۔ وزیراعظم په اولسي غوښتنه په بره چترال كښې هم ډېر زر د روغتون جوړولو ٬ په چترال كښې د ګېس پلانټ لګولو ٬ بره چترال لپاره د ټېرف معاملې حل كولو اعلان وكړو۔ ده ووئيل چترال ایون 46 کلومیټر روډ به د راروان كال تر مئي مياشت بشپړ كړے شي۔ وزیراعظم بره چترال لپاره د پوهنتون اعلان هم وكړو۔ دې څخه وړاندې وزيراعظم په چترال كښې د دانش سكول جوړولو د بنياد تيګه كېښودله۔ وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام دستورې ته خطاب كښې ووئيل چترال كښې دانش سكول جوړول د وزيراعظم وژن دے٬ د صوبې په 36 ضلعو كښې به دا تر ټولو وړومبے دانش سكول وي۔ ده ووئيل وزيراعظم چې فيلډ مارشل سره په ګډه د هند په ضد كوم جنګ كړے هغې ثابته كړې چې هغه يو مېړنے جنګيالے هم دے۔ دې څخه وړاندې وزیراعظم شهباز شريف ته د دانش سكول په اړه بريفنګ وركړے شو په كوم كښې چې ووئيل شول چې په چترال كښې 500 څخه تر 700 زده كوؤنكو لپاره دانش سكول كښې به د لوبو مېدان سره سره د استوګنې آسانۍ ٬ كتابتون ٬ سائنس لېبارټري او آډېټوريم هم وي

مزید خبریں