امريكې سره د اړيكو نوې اړخونه ٬چين سره شراكتداري او سعودي عرب سره سټريټجك مرسته لا قوي كيږي۔د خزانې وزير محمد اورنګزيب

اسلام آباد31اکتوبر(اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي امريكې سره اړيكو كښې نوې اړخونه رامخې ته كېږي٬ چين سره شراكتداري او سعودي عرب سره سټريټجك مرسته لا قوي كيږي٬پاكستان كښې د غېر ملكي سرمايه كارۍ وده٬ د استحكام او تحفظ لپاره پائيدار پالېسۍ او مالي نظم وضبط قائم ساتل د حكومت وړومبۍ پام لرنه ده ۔ده دا خبره د جمعې په ورځ د امريكې …

اسلام آباد31اکتوبر(اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي امريكې سره اړيكو كښې نوې اړخونه رامخې ته كېږي٬ چين سره شراكتداري او سعودي عرب سره سټريټجك مرسته لا قوي كيږي٬پاكستان كښې د غېر ملكي سرمايه كارۍ وده٬ د استحكام او تحفظ لپاره پائيدار پالېسۍ او مالي نظم وضبط قائم ساتل د حكومت وړومبۍ پام لرنه ده ۔ده دا خبره د جمعې په ورځ د امريكې کریټیكل منرلز فورم صدر رابرټ لوئیس سټرئیر سره ملاقات كښې كړې٬پاكستان كښې د امريكې ناظم الامور نيټلي بيكر او د خزانې وزارت او اړوندو ادارو سينئر چارواكي هم ملاقات كښې موجود وو۔په ملاقات كښې د پاكستان معدنيات او كان كني په څانګه كښې د مرستې په امكانات٬ د سپلائي چين استحكام او ذمه واره او تل پاتي سرمايه كارۍ په وده د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د خزانې وزير د پلاوي هركلي كولو سره د پاكستان مستحكم معاشي سمت او معاشي اشارو كښې په ښه والي رڼا اچولو سره ووئېل پاكستان كښې د غېر ملكي سرمايه كارۍ وده٬ د استحكام او تحفظ لپاره تل پاتي پالېسۍ او مالي نظم وضبط قائم ساتل د حكومت وړومبۍ پام لرنه كښې شامل ده٬معاشي استحكام له د قوي بنياد اېښودو څخه مجموعي كاروباري فضا ښه شوې او د نړيوال ريټنګ ايجنسو لخوا مثبت اشارې ترلاسه شوي۔د خزانې وزير ووئيل چ حكومت معيشت كښې ډهانچه جاتي اصلاحات پېل كړي چې پكښې د بجلۍ څانګې تنظيم نو٬ټيكس نظام كښې ښه والے٬ د ټيكس نيټ پراختيا او مالياتي استحكام لپاره جامع روډ ميپ شامل دي ۔ده د خزانې په وزارت كښې د ټيكس پالېسۍ يونټ قيام او د دې اقدام د لارې پالېسۍ سازي د انتظامي چارو څخه جلا كولو سره ګورننس ښه جوړولو له د حكومتي عزم ذكر وكړو ۔د خزانې وزير ووئيل حكومت 24 سركاري ادارې د نجكارۍ كمېشن ته سپارلې دې دغسې چې د سركاري ادارو كاركردګي ښه شي او مالي نظم و ضبط قوي شي۔د ملاقات په مهال د امريكې كريټيكل منرلز فورم صدر رابرټ لويئس سټريئر فورم په اغراض او مقاصد په خاص توګه د امريكې حكومت په مرسته په ټوله نړۍ په خاص توګه پرمختګ كوونكو منډيانو كښې سپيځلې او محفوظ معدني سپلائۍ وده كښې د فورم په كردار رڼا واچوله۔ده د ټېكنالوجۍ منتقلۍ٬آئي پي تحفظ او د امريكې نجي سرمايه كارو باور لا مستحكم كولو له د عزم پخلے وكړو۔د امريكې پلاوي د پاكستان سائنس٬انجينئرنګ او رياضي څانګو كښې ټيلنټ د هېواد مهمه اثاثه او طاقت وګرځولو او د كريټيكل منرل پرمختګ په اعتبار سره يې پاكستان راتلونكو وختونو كښې په منطقه كښې د يو مركز په توګه رامخې ته كړو۔د امريكې ناظم الامور نيټلي بيكر په پاكستان كښې د امريكې تجارتي هلو ځلو په وده كښې د سفارتخانې د ملاتړ پخلے وكړو ٬ ده ووئېل د معدنيات په څانګه كښې د سرمايه كار باور زياتولو او د موزو ريګوليټري فريم ورك ضرورت دے۔د پوښتنو په ځواب كښې د خزانې وزير ووئيل پاكستان په قانوني او ريګوليټري اصلاحات كار كوي او حكومت به د كريټيكل منرلز فورم لخوا مرستې لپاره د رسمي تجاويز هركلے كوي۔د خزانې وزير د امريكې پلاوي ته واشنګټن كښې د خپلو اوسنو ملاقاتونو په مهال ډي ايف سي او آئي ايف سي پشمول ځينې نړيوالو مالياتي ادارو سره د خبرو او د هغوي په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ زياتولو ارادو نه هم خبر كړل ۔ده د امريكې سفارتخانې په معاونت هم مننه وكړه۔ډلو د معدنيات په څانګه كښې مرسته روانه ساتلو او دا د پاكستان اقتصادي اصلاحاتي ايجنډې او پتل پاتي پرمختګ شريك اهداف سره د سمولو د عزم پخلے وكړو۔

مزید خبریں