افغانستان كښې د سکولونو د بندېدو 1500 ورځې وشوې ٬ طالبات د ذهني اذیت ښکار دي

اسلام آباد۔31اکتوبر (اے پي پي) د افغان طالبان رجیم كښې مېرمنې د تعلیم بنیادي حق نه محرومه دي ،افغانستان كښې د سکولونو د بندېدو 1500 ورځې وشوې او طالبات د ذهني اذیت ښکار دي ، افغان طالبان رجیم په ګرد هېواد كښې تعلیمي نظام تباہ کولو سره د مېرمنو سباون تاریک كړے دے ۔ د افغان جریدې آمو راپور تر مخه 2021 كښې افغان طالبانو په افغانستان قبضې كولو نه …

اسلام آباد۔31اکتوبر (اے پي پي) د افغان طالبان رجیم كښې مېرمنې د تعلیم بنیادي حق نه محرومه دي ،افغانستان كښې د سکولونو د بندېدو 1500 ورځې وشوې او طالبات د ذهني اذیت ښکار دي ، افغان طالبان رجیم په ګرد هېواد كښې تعلیمي نظام تباہ کولو سره د مېرمنو سباون تاریک كړے دے ۔ د افغان جریدې آمو راپور تر مخه 2021 كښې افغان طالبانو په افغانستان قبضې كولو نه پس 2.2 ملین نه زیاتې انجونه د تعلیم نه محرومه كړې دي ۔ كه تعلیمي بندېز روان پاتي شو نو تر 2030 به نزدې 40 لاکھه افغانۍ مېرمنې د ثانوي او اعلیٰ تعلیم څخه محرومې پاتي شي ۔ راپور تر مخه افغان طالبې ووئېل سوچ مو لرلو چې په څو اوونيو كښې به اسکول بيا پرانستلې شي خو هغه ورځ رانغله۔ د تعليم پوهانو ووئېل د سکولونو بندولو څخه د مېرمنو نه حق تروړلې شي ۔ راپور كښې وئېلي شوي د افغانستان په 34 ولايتونو كښې د تعلیم نه محرومو شوې انجونه هم داسې داستانونه وائي ۔ طالبان رجیم افغانستان كښې سنګین جرائمو او د بشري حقونو په سر غړونو كښې ككړ دے ۔ ملګرو ملتونو له د طالبان رجیم د غیر انساني رویي په سختۍ سره نوټس اغستل پكار دي۔