اسلام آباد۔31اکتوبر (اے پي پي ) د پاک پوځ تر سېوري لاندې شمالي وزیرستان كښې د ټي 20 کرکټ لیګ تر سره شوے دے چې پكښې د باجوړ كركټ ډله فاتح ګرځولې شوې ده ۔ د تفصیلات تر مخه د شمالي وزیرستان كښې د پاک پوځ تر سېوري لاندې د ټي 20 کرکټ لیګ فائنل میچ یونس خان سټیډیم میران شاہ كښې وشو ۔ د خیبر پښتونخوا 16 ډلو په …
د پاک پوځ تر سېوري لاندې شمالي وزیرستان كښې د ټي 20 کرکټ لیګ تر سره شو ، د باجوړ كركټ ډلې برے يوړو

مزید خبریں
اسلام آباد۔31اکتوبر (اے پي پي ) د پاک پوځ تر سېوري لاندې شمالي وزیرستان كښې د ټي 20 کرکټ لیګ تر سره شوے دے چې پكښې د باجوړ كركټ ډله فاتح ګرځولې شوې ده ۔ د تفصیلات تر مخه د شمالي وزیرستان كښې د پاک پوځ تر سېوري لاندې د ټي 20 کرکټ لیګ فائنل میچ یونس خان سټیډیم میران شاہ كښې وشو ۔ د خیبر پښتونخوا 16 ډلو په ليګ كښې برخه واغسته ۔ د قامي کرکټ ډلې پخواني کپتان شاهد آفریدي دستوره كښې مشر مېلمه ؤ ۔ دستوره كښې سینئر عسکري چارواكو ، ضلعي انتظامی ، د سيمې مشرانو او كتوونكو په ګڼ شمېر ګدون وكړو۔ په دې مهال شاهد آفریدي ووئېل مونږ پاک پوځ ته سلام كوم چې دوي د ماشومانو فعاله ساتلو سره د دوي صلاحيت زياتوي۔ تعلیم او لوبې زمونږ د ځوان نسل لپاره ډېر اهمیت لري او پاک پوځ د ځوان نسل لپاره دا کردار په غوره ډول تر سره كوي ۔ هيله ده چې رامخې ته كېدونكے ټینلټ به عبث نه ځي ۔ شاهد آفریدي حکومت ته خواست وكړو چې د فټبال ، کرکټ کیمپس او وکیشنل ټریننګ سینټرز جوړ كړي ۔ دغسې شاهد آفریدي فاتح ډلې او ښه كاركردګي ښودونكو لوبغاړو له انعامونه وركړل ۔۔











