ماسکو ۔31اکتوبر(اے پی پی) د روسيه په تولا ښار كښې د يو ټرام كار ٬ دوه مسافر مني بسونه او دوه موټرې خپلو كښې د ټكر په نتيجه كښې 4 كسان مړه او 19 نور ژوبل شوي دي ۔ د تاس له مخې په ابتدائی اطلاع كښې د دوو كسانو د مرګ وئيلي شوې وو خو وروستو تصديق وشو چې د مړو شمېره 4 ته ورسېده۔ په ژوبل شوو كښې …
روسيه ٬ د يو شمير ګاډو د ټكر پيښه ٬ 4 كسان مړه ٬ 19 ټپيان

مزید خبریں
ماسکو ۔31اکتوبر(اے پی پی) د روسيه په تولا ښار كښې د يو ټرام كار ٬ دوه مسافر مني بسونه او دوه موټرې خپلو كښې د ټكر په نتيجه كښې 4 كسان مړه او 19 نور ژوبل شوي دي ۔ د تاس له مخې په ابتدائی اطلاع كښې د دوو كسانو د مرګ وئيلي شوې وو خو وروستو تصديق وشو چې د مړو شمېره 4 ته ورسېده۔ په ژوبل شوو كښې د يو شمېر كسانو حالت اندېښمن ښودلې شي۔ ټول ژوبل شوي نزدې روغتونونو ته منتقل كړې شوي ۔ له پېښې څخه وروستو اېمرجنسی سروسز او ټرېفک انسپکټرز موقعې ته رسېدو سره د مرستې كارروايۍ پېل كړې۔ د چارواكو له مخې د پېښې سبب معلومولو له نورې پلټنې روانې دي











