اسلام آباد۔31اکتوبر(اے پی پی) د آئی اېس پی آر ډاِرېكټر جنرل لېفټېننټ جنرل احمد شریف چوهدري وئيلي دي پاك پوځ د هيواد د دفاع عزم لري ٬ د كوم هم بهرني جارحيت به سخت ځواب وركولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په اېبټ آباد كښې په يو سېشن كښې د بېلو پوهنتونونو استاذانو او زده كوؤنكو سره خصوصي خبرو كښې وكړه۔ په دې مهال په پاك افغان تاؤ تريخوالي …
پاك پوځ د هيواد د دفاع عزم لري ٬ د كوم هم بهرني جارحيت به سخت ځواب وركولې شي: لېفټیننټ جنرل احمد شریف چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد۔31اکتوبر(اے پی پی) د آئی اېس پی آر ډاِرېكټر جنرل لېفټېننټ جنرل احمد شریف چوهدري وئيلي دي پاك پوځ د هيواد د دفاع عزم لري ٬ د كوم هم بهرني جارحيت به سخت ځواب وركولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په اېبټ آباد كښې په يو سېشن كښې د بېلو پوهنتونونو استاذانو او زده كوؤنكو سره خصوصي خبرو كښې وكړه۔ په دې مهال په پاك افغان تاؤ تريخوالي ٬ د هېواد په امنيتي وضعه او د معركه حق په شمول په مهمو موضوعات خبرې وشوې۔ په خپلو خبرو كښې ده ووئيل پاکستان د ترهګرۍ او فتنة الخوارج په ضد فعاله ګامونه پورته كړي دي۔ پاك پوځ د هيواد د دفاع عزم لري ٬ د كوم هم بهرني جارحيت به سخت ځواب وركولې شي۔ د استاذانو او زده كوؤنكو لخوا شهيدانو او عازيانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔ د هزاره پوهنتون وائس چانسلر ډاکټر اکرام اے خان ووئيل هېواد سره د مينې سمه استعاره پاك پوځ دے٬ پاك پوځ تل په وړاندې محاذ پاتي شوے دے او مونږ دوي سره يو برابر ولاړ يوو۔ استاذانو په خپلو خبرو كښې ووئيل زمونږ د كوچنيانو ذهنونه خرابولو له د دښمن عناصر فعاليتونه مخ په زياتېدو دي٬ دا ضروري ده چې مونږ خپلو كوچنيانو ته سم او مصدقه معلومات وركړؤ۔ دوئي ووئيل د ډي جي آئي اېس پي آر ځوابونو زمونږ په ذهنونونو كښې د هېواد او صوبې حالات په شمول د پاك پوځ په اړه ابهام لرې كړو











