د پاكستان نيشنل جيم سټونز پالېسي جوړېدونكې ده ۔خاص مرستيال هارون اختر خان

اسلام آباد31اکتوبر(اے پی پی)د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان د جمعې په ورځ اسلام آباد كښې د نامتو جيم سټونز ايكسپورټر بارنیبی پلو رائټ سره ملاقات كړے دے ۔د صنعت او پېداوار وزارت لخوا جاري بيان له مخې په ملاقات كښې په راتلونكې قامي جيم سټونز پالېسۍ جژړولو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه شوې۔د ملاقات په مهال دواړو ډلو د پاكستان جيم سټونز څانګه كښې د …

اسلام آباد31اکتوبر(اے پی پی)د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان د جمعې په ورځ اسلام آباد كښې د نامتو جيم سټونز ايكسپورټر بارنیبی پلو رائټ سره ملاقات كړے دے ۔د صنعت او پېداوار وزارت لخوا جاري بيان له مخې په ملاقات كښې په راتلونكې قامي جيم سټونز پالېسۍ جژړولو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه شوې۔د ملاقات په مهال دواړو ډلو د پاكستان جيم سټونز څانګه كښې د پالېسۍ اصلاحات٬دستاويزي تشكيل او د نړيوالې مرستې د لارې په قوي كولو خبرې وكړې۔خاص مرستيال د بارنيبي جيم سټونز سيټ اپ هم دوره وكړه چرته چې هغه د هيرو پاكولو٬درجه بندۍ او د پيكنګ بشپړ عمل نه خبر كړے شو ۔هارون اختر خان ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف په خاص هدايات جيم سټونز قومي پالېسي جوړولې شي دغسې چې جيم سټونز برآمد كوونكو او صنعت كارو ته آسانۍ وركړی شي۔ده ووئيل نوې پالېسۍ له مخې به جيم سټونز ايكسپورټرز ته د صنعت درجه وركولې شي كومې څخه چې دا غېر رسمي څانګه دستاويزي او منظم كولو له به مرسته ترلاسه شي كومخ چې دا مخال نزدې د 2 اربه امريكائي ډالرو په غېر دستاويزي تجارت مشتمله ده۔ده ووئيل د پالېسۍ مقصد جيم سټونز انډسټري د هېواد معيشت رسمي برخه كښې شاملول ده دغسې چې پاكستان قيمتي زرمبادله اوګټي۔

مزید خبریں