ریاض ۔31اکتوبر(اے پی پی) د سعودي عربستان نوي مفتي اعظم او د دارالافتاﺀ او علمي څېړنې صدر اعلی شېخ ډاکټر صالح الفوزان په رياض كښې خپل دفتر كښې علمائے کرامو او د کبار العلماء ادارې غړو سره ملاقات وكړو۔ د العربيه له مخې علماﺀ كرامو شېخ صالح الفوزان ته د سعودي عربستان د مفتي اعظم او د كبار العلماﺀ كونسل او دارالافتاﺀ مشر په غوره كېدو مباركي وركړه۔ په دې …
د سعودي عربستان د مفتي اعظم علماﺀ كرامو سره ملاقات ٬ د مملكت په ديني خذمات د اطمينان څرګندونه

مزید خبریں
ریاض ۔31اکتوبر(اے پی پی) د سعودي عربستان نوي مفتي اعظم او د دارالافتاﺀ او علمي څېړنې صدر اعلی شېخ ډاکټر صالح الفوزان په رياض كښې خپل دفتر كښې علمائے کرامو او د کبار العلماء ادارې غړو سره ملاقات وكړو۔ د العربيه له مخې علماﺀ كرامو شېخ صالح الفوزان ته د سعودي عربستان د مفتي اعظم او د كبار العلماﺀ كونسل او دارالافتاﺀ مشر په غوره كېدو مباركي وركړه۔ په دې موقع دوئي د ډاكټر الفوزان د ژور علمي رسنو او ديني علومو ته په ودې وركولو كښې په زړه پورې خذمات وستائېل۔ په دې موقع ډاكټر صالح الفوزان ووئيل پاك پروردګار مونږ له د دين اسلام او سعودي عربستان په څير لويې نعمتونه راكړې دي كوم چې د قرآن كريم او سنت رسول (ص) په بنياد خپل نظام اودرولے دے۔ ده ووئيل سعودي عربستان ته د حرمېن شريفېن د خذمت درناوې ترلاسه دے۔ ده ووئېل پاك پروردګار دے خادمِ حرمېن شریفېن شاہ سلمان بن عبدالعزیز آل سعود او ولیِ عهدِ ته د خذمت كولو بهترينه بدله وركړي او د ګران هېواد دې حفاظت وكړي۔ ده د کبار العلماء کونسل د غړو مننې كولو سره ووئيل دا اداره به په خپله منصبي دائره كښې پاتې كېدو سره په سركاري او اولسي كچه د ترلاسه شوو شرعي او فقهي پوښتنو جوابونه وركول هم ديني جذبې سره دوامداره ساتي











