افغان خاورې څخه د پاكستان خلاف د پولې پورې غاړې نه د ترهه ګرۍ كولو اجازه به ورنه كړو ٬پاكستان په خاص توګه خېبرپېښتونخوا به د ترهه ګرو او د هغوي د سرپرستو څخه پاكولې شي۔فيلډ مارشل سيد عاصم منير

پېنډي 30 اكتوبر (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير د پاك-افغان تاؤ تريخوالي په مهال د قبائېلي اولس لخوا د امنيتي ځواكونو د غېر مشروط ملاتړ ستائنه كولو سره وئېلي دي افغان خاورې څخه د پاكستان خلاف د پولې پورې غاړې نه د ترهه ګرۍ اجازه به ورنه كړو ٬پاكستان څخه په خاص توګه خېبرپېښتونخوا د ترهه ګرو او د هغوي د سرپرستو څخه به …

پېنډي 30 اكتوبر (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير د پاك-افغان تاؤ تريخوالي په مهال د قبائېلي اولس لخوا د امنيتي ځواكونو د غېر مشروط ملاتړ ستائنه كولو سره وئېلي دي افغان خاورې څخه د پاكستان خلاف د پولې پورې غاړې نه د ترهه ګرۍ اجازه به ورنه كړو ٬پاكستان څخه په خاص توګه خېبرپېښتونخوا د ترهه ګرو او د هغوي د سرپرستو څخه به پاكولې شي۔د زيارت په ورځ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)لخوا جاري شوي بيان له مخې د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير د پېښور دوره وكړه چرته چې هغه د قبائېلي مشرانو جرګې سره تفصيلي ملاقات وكړو ۔د دې نه علاوه د پاك پوځ مشر له په 11 كور هيډكوارټرز كښې په موجود امنيتي صورتحال٬آپرېشنل تيارو٬ په پاك افغان پوله امن و استحكام او د ترهه ګرۍ مخ نيوي په هڅو جامع بريفنګ وركړے شو۔ د قبائېلي مشرانو جرګې ته خطاب كښې فيلډ مارشل سيد عاصم منير د پاك-افغان تاؤ تريخوالي په مهال د قبائېلي اولس لخوا د امنيتي ځواكونو د غېر مشروط ملاتړ ستائنه وكړه او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې يې د خېبرپښتونخوا اولس قربانيو ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔قبائېلي مشرانو د ترهه ګرۍ او افغان طالبان په ضد د وسله والو ځواكونو د بشپړ ملاتړ پخلے وكړو ۔فيلډ مارشل عاصم منير زور راوړلو سره ووئېل پاكستان د افغانستان پشمول ټولو ګاونډيانو سره امن له خوښي لري ٬ دغسې افغان خاورې څخه د پاكستان په ضد د پولې پورې غاړې نه د ترهه ګرۍ اجازه شنو وركولې ۔ده ووئيل د افغانستان لخوا د پولې پورې غاړې نه د ترهه ګرۍ تسلسل باوجود پاكستان په تېرو څو كلونو كښې د صبر او تحمل څرګندونه كړی او پاك-افغان دوه اړخيزه اړيكې ښې كولو لپاره يې افغانستان سره په ګڼ شمېر موقعو سفارتي او اقتصادي مرسته زياته كړی۔ده ووئيل افغان طالبان رجيم د هند سپانسرډ ترهه ګرو پراكسيز فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان په ضد د پرېكنده كاروائۍ په ځائ دغې ډلو ته هر ممكنه مرسته وركوي۔فيلډ مارشل عاصم منير قبائېلي مشرانو له باور وركړو چې پاكستان په خاص توګه خېبرپښتونخوا به د ترهه ګرو او د هغوي سرپرستو څخه پاكولې شي۔په دې موقع قبائېلي مشرانو د فيلډ مارشل سيد عاصم منير دريځ ستائېلو سره پاكستان كښې د امن لپاره د غېر متزلزل عزم څرګندونه وكړه ۔ده ښكاره كړه چې د فتنه الخوارج نظريه د خېبرپښتونخوا قبائېل كښې كوم قبوليت نه لري ۔ دې څخه وړاندې پېښور ته په رسېدو د پېښور كور كمانډر د پاك پوځ سرلښكر هركلے وكړو۔

مزید خبریں