اسلام آباد 30 اكتوبر (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې په هېواد كښې د چينو شته والې او د بيعو جاج اخستو لپاره غونډه شوې۔په غونډه كښې سينيټر محمد اسحاق ډار اړوندو چارواكو ته هدايت وكړو چې د چينو رسد او بيعې موثر څارنه باوري كړئ او اولس د كوم هم استحصال څخه محفوظ ساتلو لپاره سخت اقدامات وكړئ۔د زيارت …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې هېواد كښې د چينو شته والي او د بيعو جاج اغستو غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 30 اكتوبر (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې په هېواد كښې د چينو شته والې او د بيعو جاج اخستو لپاره غونډه شوې۔په غونډه كښې سينيټر محمد اسحاق ډار اړوندو چارواكو ته هدايت وكړو چې د چينو رسد او بيعې موثر څارنه باوري كړئ او اولس د كوم هم استحصال څخه محفوظ ساتلو لپاره سخت اقدامات وكړئ۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د چينو بيعې مستحكم ساتل او ماركيټ كښې د دې مناسب رسنه باوري كولو لپاره په بېلو اقداماتو غور وكړے شو دغسې چې اولس د ذخيره اندوزۍ او ناجائز منافع خورۍ له امله مصنوعي ګرانۍ څخه محفوظ وساتلے شي۔په غونډه كښې د قامي غذائي تحفظ وفاقي وزير رانا تنوير حسين٬د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه٬د صنعت او تجارت سېكرټري٬د ټريډ ډويلپمنټ اتهارټي آف پاكستان(ټي ډي اے پي)چيئرمېن٬د بلوچستان چيف سېكرټري٬ټريډنګ كارپورېشن آف پاكستان(ټي سي پي)او صوبائي خوراك محكمې استازو ګډون وكړو۔











