حكومت كوچنيان له جبري او كم عمرۍ ودونو څخه ساتلو له قانون سازي كړې ده: بيرسټر عقيل ملك

اسلام آباد۔30 اکتوبر (اے پی پی) د قانون او انصاف وزير مملكت بېرسټر عقيل ملك وئيلي دي چې حكومت كوچنيان د جبري او كم عمرۍ ودونو څخه ساتلو له قانون سازي كړې ده۔ هغه په اسلامي هېوادونو كښې د ودونو عمر سره د اړوندې قانون سازۍ غوره تجربو او زده كړې په سرخط د نړيوال كنفرنس پايې غونډې ته خطاب كولو۔ دا کنفرنس پوټھوهار آرګنائزېشن فار ډیولپمنټ اېډووکېسی (پودا) د …

اسلام آباد۔30 اکتوبر (اے پی پی) د قانون او انصاف وزير مملكت بېرسټر عقيل ملك وئيلي دي چې حكومت كوچنيان د جبري او كم عمرۍ ودونو څخه ساتلو له قانون سازي كړې ده۔ هغه په اسلامي هېوادونو كښې د ودونو عمر سره د اړوندې قانون سازۍ غوره تجربو او زده كړې په سرخط د نړيوال كنفرنس پايې غونډې ته خطاب كولو۔ دا کنفرنس پوټھوهار آرګنائزېشن فار ډیولپمنټ اېډووکېسی (پودا) د رائل نارویجین اېمبېسۍ په مرسته وكړو۔ بېرسټر عقیل ملک د كنفرنس منتظمينو او همكاره ادارو ستائنه كولو سره ووئيل چې د بنګله دېش، مراکش، مصر او انډونیشیا په څيراسلامي هېوادونو تجربې دا په ډاګه كوي چې د ماشومانو انجونو تحفظ او د هغوي خپلواكه جوړولو تصور اسلامي تعليماتو او د بشري حقونو اصولو سره همغږي لري۔ ده ووئيل د كال 1929ء چائلډ مېرېج ریسټرینټ اېکټ په دې لړ كښې بنيادي قانون دے ٬ دغې څخه وروستو د سندھ چائلډ مېرېج رېسټرینټ اېکټ 2013ء او اسلام آباد کېپیټل ټېرېټری چائلډ مېرېج رېسټرینټ اېکټ 2025ء په څير اصلاحي قوانين نافذ كړې شول په كومو كښې چې د واده كم عمر 18 كاله ټاكلے شوے دے۔ ده زياته كړه چې د کرسچن مېرېج (ترمیمی) اېکټ 2024ء نارينه او زنانه دواړو لپاره د واده لږ تر لږ عمر 18 كاله مقرر كړې شوې دې۔ ده ووئيل په دې كنفرنس كښې د اسلامي هېوادونو بنګله دېش، مراکش، مصر او انډونیشیا استازو خپلې تجربې او نقطه نظر وړاندې كړو كوم چې د دې خبرې عكاسي كوي چې د ماشومانو انجونو تحفظ او د هغوي خپلواكه جوړولو تصور اسلامي تعليماتو او د بشري حقونو اصولو سره همغږي لري۔ ده به كم عمرۍ كښې د واده به منفي سماجي اثراتو رڼا اچولو سره ووئيل دا عمل د انجونو په تعليم كښې د خنډ او د صحت د خطرو سبب ګرځي۔ ده ووئيل په اسلام كښې نكاح يو مقدس تړون دے د كوم بنياد چې بايد په بلوغت، رضامندۍ او ذمه وارۍ وي۔ دا اصول د كوچنيانو حقونو او د بشري وقار تحفظ سره مطابقت لري۔ ده ووئيل ماشومان د كم عمرۍ ودونو څخه ساتل نه يوازې يوه قانوني فريضه ده بلكې دا يوه اخلاقي ذمه واري او د قوم په غوره سباؤن كښی سرمايه كاري هم ده

مزید خبریں