د زده كړو او پيشه ورې تربيې وزيرې په مشرۍ كښې د پاكستاني پلاوي په سمرقند كښې روان د يونيسكو په 43 مې عمومي كنفرنس كښې ګډون

سمر قند۔30 اکتوبر(اے پی پی) د زده كړو او پيشه ورې تربيې وزيرې په مشرۍ كښې پاكستاني پلاوي په سمرقند كښې روان د يونيسكو په 43 مې عمومي كنفرنس كښې ګډون وكړو۔ دې سره پلاوي كښې د زده كړو وزارت مشران چارواكي او په يونېسكو كښې د پاكستان مستقل مشن استازې هم موجود ؤ۔ پاكستانے پلاوې د كنفرنس په بېلو غونډو كښې ګډون كوي۔ دا كنفرنس د یونېسکو 194 غړو …

سمر قند۔30 اکتوبر(اے پی پی) د زده كړو او پيشه ورې تربيې وزيرې په مشرۍ كښې پاكستاني پلاوي په سمرقند كښې روان د يونيسكو په 43 مې عمومي كنفرنس كښې ګډون وكړو۔ دې سره پلاوي كښې د زده كړو وزارت مشران چارواكي او په يونېسكو كښې د پاكستان مستقل مشن استازې هم موجود
ؤ۔ پاكستانے پلاوې د كنفرنس په بېلو غونډو كښې ګډون كوي۔ دا كنفرنس د یونېسکو 194 غړو هېوادونو استازي په يو پلېټ فارم جمع كوي دغسې چې تعليم ٬ جدت او د نړيوالې مرستې د لارې د تلپاتي پرمختګ هدفونو (اېس ډی جیز) ترلاسه كولو له ګډو هڅو ته وده وركړې شي۔ كنفرنس ته خطاب كښې وجيهه قمر د يونېسكو مېنډېټ سره د پاكستان د كلك عزم پخلے وكړواو زده كړو ته لاس رسۍ ٬ هنرمندۍ ته ودې او د كلتوري ورثې تحفظ له يۍ د پاكستان حكومت روان اصلاحات په ډاګه كړل۔ ده په دې خبره هم زور راوړو چې تعلیم كښې ډيجيټل بدلون ، صنفی مساوات، او د ماحولیاتی استحکام په څير په شريكو چېلنجونو قابو موندلو له نړيواله همكاري ضروري ده۔ د یونیسکو 43م عمومي كنفرنس پاكستان لپاره يوه مهمه موقع رامخې ته كوي دغسې چې هغه نړيوالو همكارانو سره تجربې ګډې كړي٬ په نړيواله پالېسي مباحثو كښې خپل فعاله كردار ترسره كړي او د زده كړو او كلتور په څانګو كښې د نړيوالو پالېسيو په تشكل كېدو كښی برخه واخلي

مزید خبریں