د خېبرپښتونخوا ګورنر سره پاكستان كښې د المان سفير ملاقات٬د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

پېښور 30 اكتوبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره پاكستان كښې د المان سفير ايناليپل د زيارت په ورځ په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات كړے دے ۔د ګورنر هاؤس پیښور وياند له مخې په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو٬ د دوه اړخيزه اړيكو په ودې٬خېبرپښتونخوا كښې تجارت٬سرمايه كارۍ او بيلو څانګو كښې د مرستې په امكانات تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په ملاقات كښې …

پېښور 30 اكتوبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره پاكستان كښې د المان سفير ايناليپل د زيارت په ورځ په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات كړے دے ۔د ګورنر هاؤس پیښور وياند له مخې په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو٬ د دوه اړخيزه اړيكو په ودې٬خېبرپښتونخوا كښې تجارت٬سرمايه كارۍ او بيلو څانګو كښې د مرستې په امكانات تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په ملاقات كښې كاروباري څانګه كښې شريك روابط لا مستحكم كولو٬ځوانان او ميرمنې خپلواكه كولو٬ د ماحولياتي بدلون چېلنجونو مخ نيوي او د المان لخوا خېبرپښتونخوا كښې د اولس خېرښېګړی په پروژو هم خبرې وشوي۔په ملاقات كښې د ريلوے نظام بحالۍ لپاره د پاك المان شريكې منصوبې پېل كولو په اړه هم خبرې وشوي ٬ په دې د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل صوبه په خاص توګه پیښور كښې د ريلوے نظام ښه كولو سره د سيلګرۍ ودې سره تر آسيائي هېوادونو تجارت او سفري سهوليات هم آسانولې شي۔د المان سفير ځوانان او ميرمنې خپلواكه جوړولو په اړه د خبرپښتونخوا ګورنر وژن وستائېلو او په دې لړ كښې يې د المان حكومت لخوا د مرستې باور وركړو۔

مزید خبریں