سعودي عرب د سوريه د اړخه د کوسوو تسلیمولو د اعلان هر كلے وكړو

ریاض ۔30اکتوبر (اے پي پي) سعودی عرب په ریاض كښې د درې اړخيزه غونډې په مهال د سوريه لخوا د جمهوریه کوسوو د تسلیمولو اعلان هر كلے كړے دے ۔ د ایس پي اے تر مخه د سوريه صدر احمد الشرع د اړخه دا اعلان ریاض كښې د ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان او د کووسو صدر عثماني سره شريك ملاقات كښې وكړے شو ۔ د خارجه وزارت د …

ریاض ۔30اکتوبر (اے پي پي) سعودی عرب په ریاض كښې د درې اړخيزه غونډې په مهال د سوريه لخوا د جمهوریه کوسوو د تسلیمولو اعلان هر كلے كړے دے ۔ د ایس پي اے تر مخه د سوريه صدر احمد الشرع د اړخه دا اعلان ریاض كښې د ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان او د کووسو صدر عثماني سره شريك ملاقات كښې وكړے شو ۔ د خارجه وزارت د اړخه جاري بیان كښې هيله لرلې شوې چې دا اعلان به د دواړو هېوادونو تر مينځه مرستې قوي كولو سره د دواړو قامونو په خوشحالۍ كښې کردار ادا کړي ۔ مملکت د اړخه د جاري نړيوال فریم ورک داسې مضبوطولو د عزم پخلے وشو چې ورسره د ټولو لپاره امن او خوشحالي وده ومومي ۔