اسلام آباد 30 اكتوبر (اے پي پي)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي كوئټه او كيچ كښې د امنيتي ځواكونو په كامياب آپريشنز بهادرو ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔خپل بيان كښې د ريلوے وزير ووئيل امنيتي ځواكونو په استخباراتي اطلاع په وخت كاروائي كولو سره"فتنه الهندوستان"سره تعلق لرونكي 18 ترهه ګر وژلي كوم چې د هېواد امن او استحكام دښمن وو۔محمد حنيف عباسي ووئيل ټول قا د خپلو …
د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي كوئټه او كيچ كښې امنيتي ځواكونو ته په آپريشنز پيرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد 30 اكتوبر (اے پي پي)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي كوئټه او كيچ كښې د امنيتي ځواكونو په كامياب آپريشنز بهادرو ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔خپل بيان كښې د ريلوے وزير ووئيل امنيتي ځواكونو په استخباراتي اطلاع په وخت كاروائي كولو سره”فتنه الهندوستان”سره تعلق لرونكي 18 ترهه ګر وژلي كوم چې د هېواد امن او استحكام دښمن وو۔محمد حنيف عباسي ووئيل ټول قا د خپلو بهادرو زامنو په همت٬جرات او قربانو وياړ لري او د هېواد څخه د هر ډول ترهه ګرۍ بشپړه خاتمې لپاره امنيتي ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے٬د ترهه ګرو ناپاك عزائم به چرې هم كامياب نه شي۔ده ووئيل د پاك پوځ ځوانان زموږ وياړ دےاو قامي اثاثه ده٬په هېواد كښې امن او استحكام لپاره د امنيتي ځواكونو عزم غېر متزلزل دے











