مسقط 30 اكتوبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي مسقط كښې د عمان شاهي وزير جنرل سلطان بن محمد ال نعماني سره مهم ملاقات كړے چې پكښې په پاك عمان اړيكو٬د پاكستانو وګړو د ويزې مسئلو په حل كولو او د شريكې مرستې به وده تفصيلي د خيالاتو څرګندونه شوې۔داخله وزارت وياند له مخې په ملاقات كښې دواړو لارښودو د منطقې په مجموعي صورتحال هم خبرې اوكړې …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي مقسط كښې د عمان شاهي وزير جنرل سلطان بن محمد النعماني سره ملاقات٬د پاكستانو وګړو د ويزې مسئلو حل كولو او د شريكې مرستې په چارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
مسقط 30 اكتوبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي مسقط كښې د عمان شاهي وزير جنرل سلطان بن محمد ال نعماني سره مهم ملاقات كړے چې پكښې په پاك عمان اړيكو٬د پاكستانو وګړو د ويزې مسئلو په حل كولو او د شريكې مرستې به وده تفصيلي د خيالاتو څرګندونه شوې۔داخله وزارت وياند له مخې په ملاقات كښې دواړو لارښودو د منطقې په مجموعي صورتحال هم خبرې اوكړې او دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو له يې د عزم څرګندونه وكره۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل عمان او پاكستان په شريكو مذهبي او كلتوري رشتو تړلې دي۔عمان كښې په لاكهونو پاكستاني په روزګار دي كوم چې د دوارو هېوادونو معيشت قوي كولو كښې مهم كردار ادا كوي۔ده ووئيل ويزه پالېسۍ كښې آسانيو څخه به نور هنرمند پاكستاني وركرز عمان ته راتللې شي٬كوم چې د دواړو هېوادونو لپاره به ګټور ثابت شي۔محسن نقوي ووئېل پاكستان عمان سره په هره كچه شراكتدارۍ او مرسته زياتول غواړي۔عماني شاهي وزير جنرل سلطان بن محمد النعماني په دې موقع ووئيل پاكستان او عمان ترمينځه د ورورولۍ او تاريخي رشتې قائمې دي كومې چې لا قوي كولو لپاره دواړو هېوادونو له نزدې رابطه په ځاے ساتل پكار دي











