اسلام آباد 30 اكتوبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق كرم كښې د فتنه الهندوستان ترهه ګرو په ضد د امنيتي ځواكونو په كاميابو كاروائيو پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي امنيتي ځواكونه په جرات او بهادرۍ سره د ترهه ګر په وژلو هېواد د يو لويې زيان څخه بچ كړو۔د قامي اسمبلۍ سيكرټرېټ لخوا جاري شوي خپل پېغام كښې ده د آپرېشن په مهال د ډزو …
د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق كرم كښې د ترهه ګرو په ضد امنيتي ځواكونو ته په كاميابه كاروائۍ پيرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد 30 اكتوبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق كرم كښې د فتنه الهندوستان ترهه ګرو په ضد د امنيتي ځواكونو په كاميابو كاروائيو پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي امنيتي ځواكونه په جرات او بهادرۍ سره د ترهه ګر په وژلو هېواد د يو لويې زيان څخه بچ كړو۔د قامي اسمبلۍ سيكرټرېټ لخوا جاري شوي خپل پېغام كښې ده د آپرېشن په مهال د ډزو په تبادله كښې د كيپټن نعمان سليم پشمول د شپږو ځوانانو په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه او د كيپټن نعمان سليم٬حوالدار امجد علي٬نائيك وقاص٬سپاهي وليد٬شهباز او اعجاز علي شاه جرات او بهادرۍ ته ته يې پيرزوئنې وړاندې كړې۔ده ووئيل د قام مېړنو زامنو د هېواد دفاع كښې د خپل ځانونو په قرباني وركولو سره د قام سر په وياړ هسك كړو۔قام به د خپلو ځوانانو قربانۍ چرې هم هيرې نه كړي۔دغسې د ټول قام په مرسته به د ترهه ګرو ناپاكه عزائم خاوري كولې شي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د شهيدانو كورنيو سره غمرازي او د يو والي څرګندونې كولو سره ووئېل د شهيدانو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د قام نران زامن لازواله قربانۍ وركوي۔ده ووئېل د فتنه الهندوستان ترهه ګرو تر خاتمې به ټول قام خپلو ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ وي او د هند پراكسي خوارج به خپلو ناوړه غزائمو كښې چرته هم كامياب نه شي۔دغسې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د شهيدانو لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه











