اسلام آباد۔30اکتوبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري په باجوړ کښې د پولې پورې غاړه څخه د ترهګرو د دراندازۍ په ناكامه كولو امنیتي ځواکونو ته درناوی وړاندې کولو سره وئيلي دي چې زړورو امنیتي ځواکونو د ګران هېواد د پولو په دفاع کښې یوه بل غوره کارنامه ترسره کړې ده۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت …
د صدر آصف علي زرداري باجوړ كښې د ترهګرو دراندازۍ په ناكامه كولو امنيتي ځواكونو ته درناوې

مزید خبریں
اسلام آباد۔30اکتوبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري په باجوړ کښې د پولې پورې غاړه څخه د ترهګرو د دراندازۍ په ناكامه كولو امنیتي ځواکونو ته درناوی وړاندې کولو سره وئيلي دي چې زړورو امنیتي ځواکونو د ګران هېواد د پولو په دفاع کښې یوه بل غوره کارنامه ترسره کړې ده۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د فتنة الخوارج د مشر په ګډون د څلورو هندي سپانسرډ ترهګرو وژنه د ملت د عزم او استقامت بریالیتوب وبلله۔ ده د وطن دفاع او امن په ځايې كولو له د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو د قربانۍ جذبه وستائله۔ ده ووئيل چې د ترهګرۍ په ضد د عزم استحكام لاندې روان آپرېشن د پاكستان د تلپاتي امن او استحكام ضمانت دے۔ صدر مملكت ووئيل ټول قام د خپلو وسله والو ځواكونو ترڅنګ ولاړ دے او د فتنة الخوارج تر ختمولو به مبارزه دوام لري











