د پاکستان د کوربه هيوادونو په غوښتنه له افغان طالبانو سره د خبرو اترو په بیا پېلولو موافقه ٬ افغانستان دې د ترهګرو په ضد ښكاره او فعاله كارروائي وكړي

اسلام آباد۔30اکتوبر(اے پی پی) پاکستان د کوربه هېوادونو په غوښتنه له افغان طالبانو سره د خبرو اترو په بیا پېلولو موافقه کړې ده. د سرچینو په وېنا پاکستاني پلاوی چې د بېرته راتللو په حال کښې و اوس به په استانبول کښې نور وخت لپاره پاتې كيږي۔ پریکړه شوې چې د خبرو اترو د پروسې بیا پېلولو سره سولې ته یوه بله موقع ورکړې شي۔ د سرچینو له مخې خبرې …

اسلام آباد۔30اکتوبر(اے پی پی) پاکستان د کوربه هېوادونو په غوښتنه له افغان طالبانو سره د خبرو اترو په بیا پېلولو موافقه کړې ده. د سرچینو په وېنا پاکستاني پلاوی چې د بېرته راتللو په حال کښې و اوس به په استانبول کښې نور وخت لپاره پاتې كيږي۔ پریکړه شوې چې د خبرو اترو د پروسې بیا پېلولو سره سولې ته یوه بله موقع ورکړې شي۔ د سرچینو له مخې خبرې اترې به د پاکستان د مرکزي غوښتنې په اساس وي چې افغانستان د ترهګرو په ضد ښكاره او فعاله كارروائي وكړي۔ پاکستان یو وارې بیا ټینګار کړې چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان په ضد د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي

مزید خبریں