د آزاد جمو كشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د پاكستان مسلم ليګ(ن)فاټا پلاوي ملاقات

اسلام آباد 29 اکتوبر(اے پی پی)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير او د خېبرپښتونخوا د پاكستان مسلم ليګ(ن) د خېبر پښتونخوا صدر انجينئر انجينئر امير مقام سره د پاكستان مسلم ليګ(ن)فاټا پلاوي په وزارت كښې ملاقات كړے ۔د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د ګوند په چارو٬تنظيمي معاملات او د فاټا اولس په مسئلو تفصيلي خبرې شوي۔په دې موقع وفاقي وزير انجينئر …

اسلام آباد 29 اکتوبر(اے پی پی)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير او د خېبرپښتونخوا د پاكستان مسلم ليګ(ن) د خېبر پښتونخوا صدر انجينئر انجينئر امير مقام سره د پاكستان مسلم ليګ(ن)فاټا پلاوي په وزارت كښې ملاقات كړے ۔د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د ګوند په چارو٬تنظيمي معاملات او د فاټا اولس په مسئلو تفصيلي خبرې شوي۔په دې موقع وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل د ګوند كاركنان زمونږ اصل طاقت دے٬د هغوي په سبب مسلم ليګ(ن)د اولسي خذمت مشن په كاميابۍ سره مخ په وړاندې بوځي۔ده ووئيل خېبرپښتونخوا او پخوانۍ فاټا سيمو ته د خاص پام لرنې ضرورت دے ٬مسلم ليګ(ن)د دغې سيمو پرمختګ٬د روزګار موقعو او اولسي آسانيو لپاره عملي اقدامات پورته كوي۔پلاوي د وفاقي وزير د فاټا لپاره د ټيكس په رېليف پېكج مننه وكړه او د وفاقي حكومت لخوا پرمختيائي پروژې يې خوشبينه وګرځولې۔پلاوي كښې د ضم شوو ضلعو كوآرډينيټرز خاص صافي٬ليګي لارښود او پخوانې ايم اين اے نذير خان او فقير محمد خان٬غازي خان٬مير بادشاه او نور لارښود شامل وو۔په دې موقع دير څخه تعلق لرونكے د دبئي استوګن د وفاقي وزير انجينئر امير مقام پخوانے ملګرے عنايت هم موجود ؤ۔

مزید خبریں