سينيټر ايمل ولي خان ماسكو كښې د اېشين پارليماني اسمبلۍ كمېټۍ غونډه كښې ګډون وكړو

اسلام آباد 29 اکتوبر(اے پی پی)د عوامي نېشنل پارټۍ(اے اين پي)مركزي صدر سينيټر ايمل ولي خان د روس په پايه تخت ماسكو كښې د اېشين پارليماني اسمبلۍ غونډه كښې ګډون كړے ۔د شورو په ورځ د اے اين پي لخوا جاري شوي بيان له مخې د عوامي نېشنل پارټۍ مركزي صدر سينيټر ايمل ولي خان د خپلې روس دورې په مهال ماسكو كښې د آسيائي پارليماني اسمبلۍ سماجي او كلتوري …

اسلام آباد 29 اکتوبر(اے پی پی)د عوامي نېشنل پارټۍ(اے اين پي)مركزي صدر سينيټر ايمل ولي خان د روس په پايه تخت ماسكو كښې د اېشين پارليماني اسمبلۍ غونډه كښې ګډون كړے ۔د شورو په ورځ د اے اين پي لخوا جاري شوي بيان له مخې د عوامي نېشنل پارټۍ مركزي صدر سينيټر ايمل ولي خان د خپلې روس دورې په مهال ماسكو كښې د آسيائي پارليماني اسمبلۍ سماجي او كلتوري چارو قائمه كمېټۍ غونډه كښې ګډون وكړو او د عوامي نېشنل پارټۍ دريځ يې وړاندې كړو۔په دې موقع د عوامي نېشنل پارټۍ بلوچستان سينئر نائب صدر سينيټر ارباب عمر فاروقي كاسي او د اے اين پي روس صدر نويد محمد هم موجود وو۔د دورې په مهال د عوامي نېشنل پارټۍ مركزي صدر سينيټر ايمل ولي خان ماسكو كښې په قامي يادګار حاضري وكړه۔د روس دورې په دوهمه ورځ د عوامي نېشنل پارټۍ مركزي صدر سينيټر ايمل ولي خان بېلو هېوادونو څخه راغلو لارښودو سره په ماسكو كښې قومي يادګار حاضري وكړه او د عقيدت پيرزوئنې يې وړاندې كړې ۔د دې څخه وړاندې سينيټر ايمل ولي خان د روس پارليمان په خاص بلنه روس ته ورسېد۔په روس كښې د پاكستان سفارتخانې عملې د هغه هركلے وكړو۔د خپلې 8 ورځنې دورې په مهال به د اے اين پي صدر د روس بيلو سياسي او پارليماني لارښودو سره هم ملاقاتونه كوي۔۔

مزید خبریں