وزيراعظم شهباز شريف قلات سره نزدې د ترهګر وپه ضد په کاميابه کارروائۍ امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف قلات سره نزدې په پاکستان هائي وے (اېن 25) د ترهګرو په ضد کاميابه کارروائۍ امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل چې امنيتي ځواكونو په وخت او مؤثره کارروائي كولو سره پنځه ترهګر وژلي او د ترهګرو ژالو څخه ئې 23 …

اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف قلات سره نزدې په پاکستان هائي وے (اېن 25) د ترهګرو په ضد کاميابه کارروائۍ امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل چې امنيتي ځواكونو په وخت او مؤثره کارروائي كولو سره پنځه ترهګر وژلي او د ترهګرو ژالو څخه ئې 23 تخښتولي شوې كسان  په حفاظت بازياب كړي٬ كوم چې د ستائنې وړ اقدام دے٬ د ترهګرو لخوا په قامي ستره لار د اولس سوله ايز تګ راتګ متاثره كولو٬ د توان په غرض اغواء٬ قلنګ او په زور د ګاډو اخستو ناوړه هڅه په وخت د كارروائۍ د لارې ناكامه كړې۔ وزيراعظم د ترهګرو په قبضه كښې د شپږ ټركونو٬ درې بسونو او دوه موړو پشمول په لويه كچه وسله او ګوله بارود په برامد كولو هم د امنيتي ځواكونو د وظيفائي صلاحيتونو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل چې د آپريشن “عزمِ استحکام” له مخې به د ترهګرو په صد پرېكنده كارروائۍ جاري وي او په غېر ملكي سرپرستۍ و معاونت د كېدونكې ترهګرۍ به بشپړه خاتمه كولې شي۔

مزید خبریں