نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په غونډه كښې ګډون لپاره نيويارك ته لاړ

اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د اسلام آباد نه نيويارك لپاره روان شوې چرته چې به دوي وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د 21 نه تر 25 ستمبر د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په 81مه غونډه كښې ګډون كوي۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې نائب وزيراعظم به د دورې په مهال په جمو …

اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د اسلام آباد نه نيويارك لپاره روان شوې چرته چې به دوي وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د 21 نه تر 25 ستمبر د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په 81مه غونډه كښې ګډون كوي۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې نائب وزيراعظم به د دورې په مهال په جمو و کشمير د او آئي سي د رابطه ګروپ په غونډه كښې ګډون كوي او په دې موقع به دوي د كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره د پاکستان په غېر متزلزل حمايت رڼا اچوي۔ اسحق ډار به د جنرل اسمبلۍ غونډې په موقع د او آئي سي په يو شمېر وزارتي غونډو كښې هم ګډون كوي چې پكښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كلنې رابطه غونډې سره سره د او آئي سي د رابطه ګروپس نورو غونډې هم شاملې دي۔ د فلسطيني کاز لپاره د بشپړه ملاتړ عكاسي په توګه به خارجه وزير د فلسطين په مسئله يو شېر د لوړې كچې غونډو كښې ګډون كوي چې پكښې د اته عرب اسلامي هېوادونو ګروپ غونډې سره سره د دوه رياستي حل نفاذ لپاره د نړيوال اتحاد د لوړې كچې وزارتي غونډه هم شامل ده۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير به د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل د مصنوعي ذهانت په معامله د لوړې كچې بريفنګ په مهال د وبائي رنځونو مخنيوي٬ تياري او د ردعمل په اړه د لوړې كچې غونډه كښې د ګډون سره سره وېنا هم كوي۔ اسحق ډار به د اي سي او کونسل آف منسټرز غونډې مشري هم كوي٬ نائب وزيراعظم و خارجه وزير به د يو شمېر هېوادونو خارجه وزيرانو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كوي  او د خپلو مصروفياتو په مهال به دوي سيمه ايز او نړيوال امن و استحکام لپاره د پاکستان په جاري هلو ځلو رڼا اچوي او په اهمو سيمه ايزو او نړيوالو چېلنجونو به د خيالاتو څرګندونه كوي

مزید خبریں