اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د سول سروس اصلاحاتو د کثير الجماعتي مشاورتي غونډه شوې چې پكښې سياسي مشرانو، پاليسي پوهانو او د بېلو څانګو تړون لرونكو شراكتدارو ګډون كړې او په پاكستان كښې په خاص مهارت، ميرټ او احتساب اډانه سول سروس جوړولو لپاره په پراخه كچه په سياسي و اداره جاتي اتفاق رائے پېدا …
د احسن اقبال په مشرۍ كښې د سول سروس اصلاحاتو د کثير الجماعتي مشاورتي غونډه٬ سول سروس جوړولو لپاره په پراخه كچه په سياسي و اداره جاتي اتفاق رائے پېدا كولو غور

مزید خبریں
اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د سول سروس اصلاحاتو د کثير الجماعتي مشاورتي غونډه شوې چې پكښې سياسي مشرانو، پاليسي پوهانو او د بېلو څانګو تړون لرونكو شراكتدارو ګډون كړې او په پاكستان كښې په خاص مهارت، ميرټ او احتساب اډانه سول سروس جوړولو لپاره په پراخه كچه په سياسي و اداره جاتي اتفاق رائے پېدا كولو غور شوې۔ وفاقي وزير د سول سروس اصلاحات په مجوزه فريم ورك رڼا اچولو سره ووئيل چې د دې مقصد د خاص مهارت وړ، په ميرټ آډانه، ځواب وركوٶنكې او ټيکنالوجۍ سره همكاره اولسي انتظاميه جوړول دي كوم چې پاكستان ته د رامخې ته عصر حاضر پرمختيائي چېلنجز په موثره ډول مخه ونيولې شي۔ ده ووئيل چې سول سروس اصلاحاتو لپاره د وزيراعظم د کميټۍ نزدې 15 غونډې شوې چې پكښې 46 سفارشات مرتب كړې شوې دي چې پكښې په 43 په پراخه كچه د رائيو اتفاق شوے دے او په نورو يو څو چارو سياسي مشرانو او شراكتدار سره په مشاورت به لا بهتر كړې شي ۔ په عونډه كښې سينيټر سليم مانډوي والا، وفاقي وزير عبدالعليم خان، پخواني وفاقي وزير اسد عمر، سينئر پاليسي سازو، د څانګو پوهانو او نورو شراكتدارو ګډون كړې







