قلات، په پاکستان هائي وے د امنيتي ځواكونو په وخت کارروائۍ كښې د فتنة الهندوستان 5 ترهګرو ووژل شول٬ 23 مغوي بازياب

پېنډۍ 20 ستمبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو قلات سره نزدې په پاکستان هائي وے (اېن-25) د ترهګرو د اغوا، قلنګ اخستو او د ګاډو په زور د اخستو منصوبه ناكامه كولو سره د هند په سرپرستۍ كښې هڅې كوٶنكې د "فتنة الهندوستان" پنځه ترهګر وژلي او په دې موقع ئې 23 تخښتولي شوې كسان په حفاظت سره بازياب كولو سره په زور اخستل شوې 11 ګاډي او په لويه …

پېنډۍ 20 ستمبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو قلات سره نزدې په پاکستان هائي وے (اېن-25) د ترهګرو د اغوا، قلنګ اخستو او د ګاډو په زور د اخستو منصوبه ناكامه كولو سره د هند په سرپرستۍ كښې هڅې كوٶنكې د “فتنة الهندوستان” پنځه ترهګر وژلي او په دې موقع ئې 23 تخښتولي شوې كسان په حفاظت سره بازياب كولو سره په زور اخستل شوې 11 ګاډي او په لويه كچه وسله برامد كړې ده ۔ د آئي اېس پي آر له مخې د خالي په شپه د فتنة الهندوستان تعلق لرونكو ترهګرو قلات سره نزدې په پاکستان هائي وے د (چمن نه تر کراچۍ، اېن-25) سوله ايز تګ راتګ كښې خنډانو ولاړولو هڅه كړې چرته چې دوي تاوان لپاره اغواء٬ قلنګ اخستل او ګاډي په زور د تخښتولو په غزض ناكه جوړه كړې وه٬ سکيورټي فورسز په سمدستي توګه ايکشن  واخست او د ډزو د تبادلې نه وروسته د پاك پوځ د مؤثره کارروائۍ په نتيجه كښې د هند په سرپرستۍ كښې د كار كوٶنكې پراکسي فتنه الهندوستان 5 ترهګر ووژل شول۔ سيکيورټي فورسز  د ترهګرو ژولو څخه 23 تخښتولي شوې كسان راخوشي كړل او د دې نه علاوه ئې د ترهګرو ژالو څخه په لويه كچه وسله او 6 ټركونه٬ درې بسونه او دوه موټرے هم برامد كړې۔ د سکيورټي فورسز د کامياب آپريشن په نتيجه كښې د فتنه الهندوستان ناوړه غزائم خاورې كړې شوې او په سيمه كښې د موجود نورو ترهګرو خاتمې٬ د ځائي آبادۍ تحفظ او د اهمو قامي سترو لارو حفاظت باوري كولو لپاره سرچ او کليئرنس (سينيټائزيشن) آپريشن جاري دے۔ د آئي اېس پي آر وېنا ده چې د نيشنل ايکشن پلان له مخې د وفاقي ايپکس کميټۍ منظور کړې سوېوژن “عزمِ استحکام” له مخې به د ترهګرو په صد د تعطل نه غېر كمپائن بشپړه طاقت او عزم سره جاري وي۔ امنيتي ځواكونو او قانون نافذ کوٶنكې ادارې هېواد څخه په بهرني فنډنګ او ملاتړ كښې د خپروٶنكې ترهګرۍ لعنت بشپړه خاتمې عزم لري۔

مزید خبریں