اسلام آباد۔29اکتوبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د تركيه قامي ورځې په موقع ترك قام او صدر رجب طيب اردوان له د زړه له كومي مباركي وركولو سره وئيلي دي دا ورځ د تركيه د آزادۍ ٬ خودداری، استقامت او قربانيو يادګېرنه كوي۔ د مصطفی کمال اتاترک وژن سره پېل شوے دا سفر نن د صدر رجب طيب اردوان په مشرۍ كښې نوو بامونو ته رسېدلے …
د صدر اردوان زيرك مشرتابه تركيه د پرمختګ او سوكالۍ منزل ته ورسوله: د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د تركيه قامي ورځې په موقع ترك اولس او صدر رجب طيب اردوان ته مباركي

مزید خبریں
اسلام آباد۔29اکتوبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د تركيه قامي ورځې په موقع ترك قام او صدر رجب طيب اردوان له د زړه له كومي مباركي وركولو سره وئيلي دي دا ورځ د تركيه د آزادۍ ٬ خودداری، استقامت او قربانيو يادګېرنه كوي۔ د مصطفی کمال اتاترک وژن سره پېل شوے دا سفر نن د صدر رجب طيب اردوان په مشرۍ كښې نوو بامونو ته رسېدلے دے۔ په خپل پېغام كښې محسن نقوي ووئيل د صدر اردوان زيرك مشرتابه تركيه د پرمختګ او سوكالۍ منزل ته رسولې ده۔ د پاكستان او تركيه اولس زړونه د كوم هم جغرافيائي حد پابند نه دي۔ ده ووئيل تركيه په هر سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې ده٬ كه هغه زلزله وي ٬ سېلاب يا جنګ ٬ تركيه تل پاكستان سره يو برابر ولاړه پاتې شوے دے۔ وفاقی وزیر ووئيل د كشمير په مسئله د تركيه اصولو دريځ نن هم د پاكستاني اولس په زړونو كښې ژوندے دے۔ محسن نقوی ووئيل پاكستان او تركيه اوس د اقتصادي ٬ دفاعي او كلتوري همكارۍ نوې دور ته داخل شوي دي۔ پاكستانے اولس د تركيه په پرمختګ او د صدر اردوان په مشرتابه وياړ محسوسوي۔ ده ووئيل د قامي ورځې په موقع د پاک ترک ملګرتيا د عزم پخلے يو نوي جوش او ولولې سره كوو۔ دوه زړونه ٬ يوه جذبه ٬ يو منزل ٬ امن ٬ پرمختګ او ورورولي ده











