ریاض ۔29اکتوبر (اے پي پي) د سعودي خارجه وزیر شهزادہ فیصل بن فرحان سره ریاض كښې د فلسطین وزیراعظم محمد مصطفی ملاقات کړے دے ۔ د ایس پي اے تر مخه په انهم فیوچر انویسټمنټ انیشیټیو کانفرنس په موقع شوي ملاقات كښې د غزہ پټۍ او د مغربي غاړې په صورتحال خبرې وشوې ۔ د فلسطین اولس جائز حقونو تحفظ، د يو خپلواكه ریاست قیام، سيمه ايزې سلامتیا او د …
د سعودي خارجه وزير او د فلسطین وزیراعظم ملاقات، غزہ او د مغربي غاړې په صورتحال خبرې اترې

مزید خبریں
ریاض ۔29اکتوبر (اے پي پي) د سعودي خارجه وزیر شهزادہ فیصل بن فرحان سره ریاض كښې د فلسطین وزیراعظم محمد مصطفی ملاقات کړے دے ۔ د ایس پي اے تر مخه په انهم فیوچر انویسټمنټ انیشیټیو کانفرنس په موقع شوي ملاقات كښې د غزہ پټۍ او د مغربي غاړې په صورتحال خبرې وشوې ۔ د فلسطین اولس جائز حقونو تحفظ، د يو خپلواكه ریاست قیام، سيمه ايزې سلامتیا او د استحکام باوري كولو اهميت رامخې ته كړے شو ۔ ملاقات كښې د دوه ریاستي سر مشريزه کانفرنس په نتائج، د فلسطين مسئله په امناك ډول حل کولو لپاره د نیویارک په اعلامیه ، د امریکائي صدر ډونلډ ټرمپ د امن په تجویز، په شرم الشیخ اعلامیه او ریاض كښې د دوه ریاستي حل نفاذ کولو لپاره په نړيوال اتحاد د اوسنې اعلی كچ غونډې جاج واغستلے شو ۔ د سعودي خارجه وزير او د فلسطین وزیراعظم سفارتي، انساني همدردۍ او د انسټي ټیوشنل ټریکس مربوط كولو لپاره په شريكو نړيوالو هلو ځلو هم خبرې وشوې ۔ د فلسطین اتھارټي اختیار منده كولو او د هغې د بجټ سپورټ اهمیت نه علاوہ غزہ كښې د انساني همدردۍ په بنیاد د مرستې د وركړې په ضرورت هم زور راوړلے شو ۔







