د چین نوې منصوبې د اعلیٰ معیار پرمختګ لپاره مهمه لاره ده ، پاکستان

بیجنګ ۔29اکتوبر(اے پي پي) پاکستان د چین نوې 15مې پينځه كلنې منصوبې كښې د اعلیٰ معیار او جدید پرمختګ وژن ستائنه كړې ده ۔ د پاکستان چين كښې سفیر خلیل ہاشمي د چین نوې 15 مې پينحه كلنې منصوبې (2026–2030) كښې د اعلیٰ معیار او په جدت د اډاڼه پرمختګ وژن وستائېلو ، كومه چې هغه د جدیديت او سائنسي ترقۍ لپاره مهمه د لارښونې لاره ګرځولې ده ۔ د …

بیجنګ ۔29اکتوبر(اے پي پي) پاکستان د چین نوې 15مې پينځه كلنې منصوبې كښې د اعلیٰ معیار او جدید پرمختګ وژن ستائنه كړې ده ۔ د پاکستان چين كښې سفیر خلیل ہاشمي د چین نوې 15 مې پينحه كلنې منصوبې (2026–2030) كښې د اعلیٰ معیار او په جدت د اډاڼه پرمختګ وژن وستائېلو ، كومه چې هغه د جدیديت او سائنسي ترقۍ لپاره مهمه د لارښونې لاره ګرځولې ده ۔ د چائنا اکنامک نیټ سره خبرو كښې هغه ووئېل د نوې منصوبې لپاره وړاندې كړي سفارشات په جدت، ویلیو ایډیشن او د ټیکنالوجۍ د ترقۍ واضحه اړخ ظاهروي۔ هغه ووئېل 15 مه پينځه كلنه منصوبه كښې شته مهم اهداف د اعلیٰ معیار پرمختګ، جدت او د سائنسي و تکنیکي جدید کارۍ تر مخه ویلیو ایډډ ترقي ده ۔سفیر ووئېل دا منصوبه د اقتصادي او دفاعي څانګو كښې د جامع ترقۍ تصور وړاندې كوي او په هره څانګه كښې جدت او د اعلیٰ معیار ترقي په مرکز كښې ساتي ۔ هغه ووئېل د منصوبې رسمي منظوري په مارچ كښې متوقع ده ، خو دا يو مهم دستاویز دے كوم چې د راتلونكو پيځو كالو منصوبې مرتب کوي۔