د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه كښې په ناوړه امنيتي وضعه د غړو لخوا د سختو انديښنو څرګندونه

پېښور ۔ 28 اکتوبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه كښې په صوبه كښې د امنيت په ناوړه شوې وضعه غړو د سختې اندېښنې څرګندونه كولو سره وئيلي دي په صوبه كښې ترهګرۍ او عدم تحفظ د اولس سكون له مينځه وړلے دے٬ ايوان څخه په ګډه د غږ پورته كولو او سياسي اختلافات يو اړخ ته كولو سره امن په ځاے كولو له د يو موټي كېدو غوښتنه …

پېښور ۔ 28 اکتوبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه كښې په صوبه كښې د امنيت په ناوړه شوې وضعه غړو د سختې اندېښنې څرګندونه كولو سره وئيلي دي په صوبه كښې ترهګرۍ او عدم تحفظ د اولس سكون له مينځه وړلے دے٬ ايوان څخه په ګډه د غږ پورته كولو او سياسي اختلافات يو اړخ ته كولو سره امن په ځاے كولو له د يو موټي كېدو غوښتنه وكړې شوه۔ په پېښور كښې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه د نهې په ورځ د پېنل آف چېئرمېن ايم ادريس په مشرۍ كښې وشوه۔ د كلام پاك له تلاوت نه وروستو په امنيتي وضعه بحث پېل كولو سره اېم پي اے داؤد شاه ووئيل صوبه په اور كښې سوزي٬ سياست يو اړخ ته كولو سره امن له جدي ګامونو ته ضرورت دے۔ ده د احمد کنډی د قامي امن جرګې وړاندېز ملاتړ كولو سره ووئيل په دې نېك كار كښې بايد تاخير ونه كړې شي۔ اېم پي اے شاهده وحيد ووئيل ناامني ختمولو له به ټولو سياسي ګوندونو له يو پلېټ فارم ته راتلل وي۔ محبوب شېر ووئيل په جنګ مسئلې نه حل كيږي٬ سپر پاورز هم دا حقيت منلے دے۔ افشاں حسین په دې خبره زور راوړو چې امن لپاره يوازې وېناګانو نه بلكې عملي ګامونو ته اړتيا ده ٬ حكومت او اپوزيشن دواړو له يو كېدل دي۔ دوئي د پاك پوځ شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د هغوي د قربانيو له امله مونږ نن محفوظ يوو۔