په امريكا كښې د پاكستان سفارتخانه كښې د كشمير تورې ورځې دستوره

واشنګټن۔28 اکتوبر(اے پی پی) په امريكا كښې د پاكستان سفارت كښې د كشمير تورې ورځې په موقع دستوره وشوه په كومه كښې چې مقررينو د كشميري اولس د خپلواكۍ حق د عزم پخلے وكړو او د پاكستان لخوا كشميري اولس لپاره د اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتلو عزم څرګندونه وشوه۔ په دستوره كښې د پاکستانی نژاد امریکې کمېونټۍ غړو ، تعلیمی او فکری ادارو، میډیا او د …

واشنګټن۔28 اکتوبر(اے پی پی) په امريكا كښې د پاكستان سفارت كښې د كشمير تورې ورځې په موقع دستوره وشوه په كومه كښې چې مقررينو د كشميري اولس د خپلواكۍ حق د عزم پخلے وكړو او د پاكستان لخوا كشميري اولس لپاره د اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتلو عزم څرګندونه وشوه۔ په دستوره كښې د پاکستانی نژاد امریکې کمېونټۍ غړو ، تعلیمی او فکری ادارو، میډیا او د سول سوسائټۍ استازو ګډون وكړو۔ ګډون كوؤنكو كشميري اولس سره د يووالي څرګندونې كولو سره په جمو و کشمیر كښې روان بشري او سياسي بحران په ډاګه كړو۔ په دستوره كښې د سعود سلطان د تصنیف ’’جموں و کشمیر ۔ دی فارګاټن نېرېټیو: فرام ډِسټارټډ اورېجنز ټو ډینائیډ فریډم‘‘ مخكتنه وشوه۔ په دې موقع په امريكا كښې د پاكستان سفير رضوان شېخ د ټول مقررينو او مېلمنو مننې كولو سره ووئيل د کشمیر مسئلې اصل حقيقت او د دې قانوني حېثيت ژوندے ساتل د وخت مهم ضرورت دے۔ ده ووئيل دا حقيقت دے چې كشمير د دوه اتومي ګاونډي هېوادونو ترمينځه د تصادم سبب ګرځېدے شي۔ ده په ډاګه كره چې د جمو وكشمير په شخړيز حېثيت د پاكستان پخوانے دريځ د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د نړيوال قانون له مخې دے۔ ده د كشمير او فلسطين د مسئلو ترمنځ مماثلت بيانولو سره ووئيل آزادۍ لپاره دواړه تحريكونه د خپلواكۍ د نه منسوخ كېدو وړ او د ملګرو ملتونو په قراردادونو كښې د درج لوظونو پاللو په بنياد دي۔ پاكستاني سفير د پاكستان او هند ترمينځه جنګ بندۍ كښې د امريكائي صدر او انتظاميې كردار وستائېلو۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د كشميرمسئلې يوازينې حل مذاكرات ٬ د ملګرو ملتونو قراردادونو عملي كولو او د كشميري اولس د هيلو له مخې سوله ايزې سياسي تصفيې سره تړلې دے۔ ده ووئيل بدلېدونكے نړيوال سياست كشمير لپاره نوې موقعې رامخې ته كوي۔ ده په مئي 2025 كښې د هند د پهلګام جارحيت په مقابله كښې د پاكستان ذمه وار غبرګون وستائېلو كوم چې د هند بې احتياطي او كمزوري دواړه په ډاګه كړل۔ د دستورې په پايه كښې پاكستاني سفير رضوان سعيد شيخ مصنف سعود سلطان ته په علمي كاوش مباركي وركړه او كشميري اولس سره د يووالي څرګندونې له يۍ په دستوره كښې د ګډون كوؤنكو مننه وكړه۔