پاكستان او سعودي عرب به د اقتصادي مرستې فريم ورك له مخې د توان، صنعت، كان كنۍ، آئي ټي، سېلګرۍ٬ كر كېلې او د غذائي تحفظ پشمول په ترجيحي څانګو كښې مرسته زياتوي۔ د وزيراعظم شهباز شريف، ولي عهد محمد بن سلمان ترمېنځه د ملاقات مشتركه اعلاميه

رياض 28 اكتوبر (اے پي پي) پاكستان او سعودي عرب به د اقتصادي مرستې د فريم ورك رامخې ته كولو ته اتفاق كړے دے چې له مخې ئې اقتصادي، تجارتي، سرمايه كارۍ او پرمختيائي څانګو كښې د يو شمېر ستراتېژك او اعليٰ اثرات وړ په منصوبو د خيالاتو څرګندونې كولو سره د توان، صنعت، كان كنۍ، آئي ټي، سېلګرۍ٬ زراعت او د غذائي تحفظ پشمول په ترجيحي څانګو كښې مرسته …

رياض 28 اكتوبر (اے پي پي) پاكستان او سعودي عرب به د اقتصادي مرستې د فريم ورك رامخې ته كولو ته اتفاق كړے دے چې له مخې ئې اقتصادي، تجارتي، سرمايه كارۍ او پرمختيائي څانګو كښې د يو شمېر ستراتېژك او اعليٰ اثرات وړ په منصوبو د خيالاتو څرګندونې كولو سره د توان، صنعت، كان كنۍ، آئي ټي، سېلګرۍ٬ زراعت او د غذائي تحفظ پشمول په ترجيحي څانګو كښې مرسته زياتولې شي ۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف او سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود ترمېنځه د ملاقات نه وروستو جاري مشتركيه اعلاميه كښې وئيلي شوي دواړو مشرانو د ملاقات په مهال د سعودي عرب او د اسلامي جمهوريه پاكستان ترمېنځه په 27 اكتوبر كال 2025 كښې په رياست كښې د شوي ملاقات په مهال د اقتصادي مرستې فرېم ورك رامخې ته كولو ته اتفاق وكړو ٬ دا پېشرفت د سعودي عرب او پاكستان ترمېنځه نزدې د اته لسيزو د تاريخي شراكتدارۍ د مضبوطيا او د دواړو هېوادونو قيادت متحد كونكې ورورولۍ او د اسلامي يووالي د مضبوطې رشتې عكاسي كوي۔ په بيان كښې ووئيل شول دا فريم ورك د دواړو هېوادونو په مشتركه اقتصادي مفادات اډانه او د دې بشپړتيا لپاره د تجارت او سرمايه كارۍ اړيكې قوي كولو لپاره د دواړو هېوادونو د شريك خواهش پخلے دے٬ د فريم ورك له مخې به په اقتصادي، تجارتي، سرمايه كارۍ او په پرمختيائي څانګو كښې په يو شمېر ستراتېژك او د اعليٰ اثرات وړ په منصوبو د خيالاتو څرګندونه كولې شي كومې چې به د دواړو هېوادونو ترمېنځه مرسته قوي كولو٬ د نجي څانګې مهم كردار زياتولو او د تجارتي تبادلې زياتولو كښې مرستياله ثابت شي٬ د فريم ورك په ترجيحي څانګو كښې د توان، صنعت، كان كنۍ، انفارميشن ټيكنالوجۍ، سېلګرۍ، زراعت او غذائي تحفظ شاملې دي۔ د اعلاميه له مخې پاكستان او سعودي عرب دا مهال د يو شمېر مشتركه اقتصادي منصوبو په مرسته كار كوي چې پكښې د سعودي عرب او پاكستان ترمېنځه د بجلۍ ترسيل (اليكټريسټي انټر كنكشن) منصوبې لپاره په مفاهمتي يادداښتونو او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د توان څانګه كښې د مرستې په مفاهمتي ياددښت لاسليك هم شامل دے۔ په بيان كښې ووئيل شول چې دا فريم ورك د وورولۍ شريكو اړيكو قوي كولو لپاره د دواړو هېوادونو د اقدامات عكاسي ده او اقتصادي، تجارتي او د سرمايه كارۍ په څانګو كښې تل پاتې شراكتداري جوړولو لپاره د مشتركه وژن توثيق كوي٬ فريم ورك د دواړٶ هېوادونو د قيادت او اولس د هيلو ترجماني او د شريكې ګټې د ترلاسه كولو د خواهش عكاسي كوي۔ په اعلاميه كښې ووئيل شول د دواړو هېوادونو مشران د سعودي پاكستان سپريم كوآرډينيشن كونسل غونډې ته هم سترګې په لاره دي۔

مزید خبریں