استنبول كښې د پاكستان او افغان طالبانو د خبرو اترو درېم پړاٶ٬ افغان پلاوي څو ځله د ټي ټي پي او ترهګرو په ضد د مصدقه او د باوري كاروائۍ منطقي او جائز غوښتنې سره اتفاق وكړو

اسلام آباد 28 اكتوبر (اے پي پي) استنبول كښې د پاكستان او افغان طالبانو د خبرو اترو درېم پړاو 18 ساعته روان ٶ ٬ په دې موقع د افغان طالبانو پلاوي څو ځله د ټي ټي پي او د ترهګرو په ضد د مصدقه او يقيني كاروائۍ منطقي او جائز مطالبې سره اتفاق كړے دے ۔ ذريعو له مخې د كوربنو په موجودګۍ كښې هم افغان پلاوي دا مركزي مسئله …

اسلام آباد 28 اكتوبر (اے پي پي) استنبول كښې د پاكستان او افغان طالبانو د خبرو اترو درېم پړاو 18 ساعته روان ٶ ٬ په دې موقع د افغان طالبانو پلاوي څو ځله د ټي ټي پي او د ترهګرو په ضد د مصدقه او يقيني كاروائۍ منطقي او جائز مطالبې سره اتفاق كړے دے ۔ ذريعو له مخې د كوربنو په موجودګۍ كښې هم افغان پلاوي دا مركزي مسئله تسليم كړې خو هر ځل كابل څخه د ترلاسه كېدونكو هداياتو په سبب د افغان طالبانو پلاوې خپل موقف بدلوي٬ د خبرو په مهال كابل څخه ترلاسه كېدونكې غېر منطقي او ناجائز مشورې د خبرو د بې نتيجې كولو ذمه وارې دي خو پاكستان او كوربه ډېر په مدبرانه او سنجيدګۍ سره اوس هم د دې پېچلې معاملو حل كول غواړي۔ ذريعو له مخې اوس هم يو آخري هڅه روانه ده٬ باوجود د طالبانو د سرزورۍ چې په څه ډول دا معامله د منطق او د خبرو اترو د لارې حل كړې شي٬ خبرې اترې خپل اخري پړاٶ پلو روانې دي۔

مزید خبریں