دمشق۔ 28 اكتوبر (اے پي پي) د سوريه عبوري حكومت د خارجه وزارت يو تكنېكي پلاوې د قونصلر خدمات بحالۍ لپاره روسيه ته روان شوے دے ۔ د تاس تر مخه د خارجه وزارت يو نمائنده ووئېل پلاوې ته د قونصلر او انتظامي خدمات د بحالۍ لپاره د جامع منصوبې جوړولو ذمه واري سپارلې شوې ده ۔٬ دغسې چې ټولې چارې د كوم تاخير نه غېر روانې وي۔د خارجه وزارت …
د سوريه خارجه وزارت پلاوې د قونصلر خدمات بحالۍ لپاره روسيه ته روان شو

مزید خبریں
دمشق۔ 28 اكتوبر (اے پي پي) د سوريه عبوري حكومت د خارجه وزارت يو تكنېكي پلاوې د قونصلر خدمات بحالۍ لپاره روسيه ته روان شوے دے ۔ د تاس تر مخه د خارجه وزارت يو نمائنده ووئېل پلاوې ته د قونصلر او انتظامي خدمات د بحالۍ لپاره د جامع منصوبې جوړولو ذمه واري سپارلې شوې ده ۔٬ دغسې چې ټولې چارې د كوم تاخير نه غېر روانې وي۔د خارجه وزارت تر مخه د پلاوې مقصد روس كښې د سوريه سفارتي مشن كار لا موثره كول او د وګرو قونصلر اسانۍ باوري كول دي۔ ياد دې وي چې په دسمبر 2024 كښې په سوريه كښې د اقتدار بدلېدو نه پس ماسكو كښې د جمهوريه سوريه د سفارتخانې په ودانۍ نوې قامي بېرغ هسك كړے شوے ؤ۔ سفارتي مشن په دغه موقع اعلان كړے ؤ چې هغه به د معمول تر مخه خپل كار روان ساتي۔









