رياض۔ 28 اكتوبر (اے پي پي) د سعودي ولي عهد و وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان سره د كوسوو صدر وجوسا عثماني ٬ د بلغاريه صدر رومن راديو او د مونټي نېګرو وزيراعظم ميلو جوكانووچ ملاقات كړے دے۔ د ايس پي اے تر مخه د موريطانيه صدر محمد ولد الشيخ القرواني ٬ د رونډا صدر پال كاګامے او د البانيه وزيراعظم ايډي راما هم د سعودي ولي عهد سره ملاقات …
د سعودي ولي عهد سره د كوسوو ٬ بلغاريه صدور او نورو نړيوالو لارښودو ملاقاتونه

مزید خبریں
رياض۔ 28 اكتوبر (اے پي پي) د سعودي ولي عهد و وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان سره د كوسوو صدر وجوسا عثماني ٬ د بلغاريه صدر رومن راديو او د مونټي نېګرو وزيراعظم ميلو جوكانووچ ملاقات كړے دے۔ د ايس پي اے تر مخه د موريطانيه صدر محمد ولد الشيخ القرواني ٬ د رونډا صدر پال كاګامے او د البانيه وزيراعظم ايډي راما هم د سعودي ولي عهد سره ملاقات وكړو۔ په دغې ملاقاتونو كښې د دوه اړخيزه اړيكو او د مرستې د چارو جاج واغستلے شو۔ دا ملاقاتونه رياض كښې د فيوچر انېشيتيو په موقع شوي دي ٬ كانفرنس كښې ګدون كوونكو لپاره نړيوال لارښود پايه تخت رياض ته رسېدلي دي۔ ياد دې وي په رياض كښې فيوچر انېشيټيو (ايف آئي آئي 9) كانفرنس پېل د ګل په ورځ شوے دے كوم به چې تر 30 اكتوبر 2025 دوام لري۔ د كانفرنس موضوع د خوشحالۍ كنجي ٬ د ترقۍ نوې سرحدونه پرانستل دي۔ په دې كښې نړيوال لارښود ٬ سرمايه كار او پوهان ګدون كوي۔كانفرنس كښې په متوقع توګه به 8 زره نه زيات ګدون كوونكې او د 650 نه زيات سپيكرز به سېشنز كښې راغونډېږي۔









