ریاض ۔28اکتوبر (اے پي پي) د فلسطین وزیرِاعظم ډاکټر محمد مصطفى د دې خبرې توثیق کړے دے چې مملکتِ سعودي عرب په خاص توګه شاہ سلمان مرکز چې د انساني مرستې خدمات تر سره كوي ٬ د فلسطین اولس په خاص توګه د غزہ ځپلې سيمه كښې د اولس ګېلې کمولو كښې بنیادي او پرېكنده کردار ادا کړے دے ۔ د العربیه تر مخه هغه ووئېل دا مرکز د نړۍ …
د فلسطین اولس ستونزو كمولو كښې سعودي عرب مرکزي کردار لري ، د فلسطین وزیراعظم

مزید خبریں
ریاض ۔28اکتوبر (اے پي پي) د فلسطین وزیرِاعظم ډاکټر محمد مصطفى د دې خبرې توثیق کړے دے چې مملکتِ سعودي عرب په خاص توګه شاہ سلمان مرکز چې د انساني مرستې خدمات تر سره كوي ٬ د فلسطین اولس په خاص توګه د غزہ ځپلې سيمه كښې د اولس ګېلې کمولو كښې بنیادي او پرېكنده کردار ادا کړے دے ۔ د العربیه تر مخه هغه ووئېل دا مرکز د نړۍ ضرورت مندو د خدمت يو مثالي نمونه وړاندې كوي، په خاص توګه فلسطین كښې د هغوي هلې ځلې ښكاره اثرات پرېباسلي ۔واضحه دې وي تېر كال په 7 اکتوبر شروع شوي جنګ نه پس سعودي عرب د فلسطین مسلسل مرسته كړې ده ۔شاہ سلمان مرکز، دفاع وزارت او قاهرہ كښې د سعودی سفارت په مرسته نزدې 70 د مرستې الوتكې غزہ ته لېږلې شوي چې پكښې د خوراک سامان او د استوګنې پیکج شامل دي ۔ په دې لړ كښې د شاہ سلمان بن عبدالعزیز په امر د غزہ اولس لپاره د مرستې كمپائن پېل كړے شوے ؤ چې پكښې تر اوسه د 23 لاکھه نه زياتو وګړو برخه اغستې او مجموعي عطیات 73.2 کروړ سعودي ریال (یعنی نزدې 19.5 کروړ امریکائي ډالر) ته رسېدلي دي ۔ د كمپائن په پېل كښې فرمان روا شاہ سلمان بن عبدالعزیز او ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان 5 کروړه ریاله په عطیه كولو د فلسطین اولس سره د مملکت د مرکزي او زوړ عزم پخلے كړے دے۔









