اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال ساحر شمشاد مرزا د مالديپ سرکاري دورہ كړې چرته چې هغه د مالديپ قيادت سره په ملاقاتونو كښې په بدل شوي د سيمه ايزې او نړيوالې سلامتيا په ماحول او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه كړې ٬ چې پكښې دوه اړخيزه دفاعي او امنيتي مرستې ته په وده وركولو خبرې شاملې وې۔ …
د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال ساحر شمشاد مرزا د مالديپ سرکاري دورہ، په دفاعي او امنيتي مرسته د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال ساحر شمشاد مرزا د مالديپ سرکاري دورہ كړې چرته چې هغه د مالديپ قيادت سره په ملاقاتونو كښې په بدل شوي د سيمه ايزې او نړيوالې سلامتيا په ماحول او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه كړې ٬ چې پكښې دوه اړخيزه دفاعي او امنيتي مرستې ته په وده وركولو خبرې شاملې وې۔ د پاکستان هائي کميشن لخوا د ګل په ورځ د ترلاسه اعلاميه له مخې د خپلې دورې په مهال جنرل ساحر شمشاد مرزا د مالديپ صدر ډاکټر محمد معيظو، د دفاع وزير محمد غسان مومون او چيف آف ډيفنس فورس ميجر جنرال ابراهيم حلمي سره جلا جلا وليدل۔ په دې موقع مالديپ لپاره د پاکستان هائي كمشنر وائس ايدمرل (ر) فيصل رسول لودھي هم دوي سره ٶ۔ د دواړو هېوادونو مشرانو د تاريخي ورورولۍ په اړيكو د اطمينان څرګندونې كولو سره په دې خبره زور راوړو چې د پاكستان او مالديپ اړيكې په مشتركه عيقده٬ شريك احترام او د باور په مضبوطو بنيادونو قائمې دي۔ ډلو د دفاع په څانګه كښې مرستې زياتولو٬ د پوځ په كچه روابطو ته ودې وركولو او په بېلو څانګو كښې همكارۍ ته پراختيا وركولو ته اتفاق وكړو ۔ د مالديپ سول او عسکري قيادت د پاکستان د وسله والو ځواكونو د وظيفائي معيار او د ترهګرۍ په ضد قربانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د دورې په پېل كښې د مالديپ نيشنل ډيفنس فورس هيډکوارټرز ته په رسېدو جنرل ساحر شمشاد مرزا ته ګارد آف آنر وړاندې كړېے شو ۔ د دغې نه وروستو د پاكستان په هائي كمشن كښې جنرل ساحر شمشاد مرزا سره هائي کمشنر فيصل رسول لودھي هم وليدل٬ په دې موقع په دوه اړخيزه مرسته تر تجارت، تعليم، صحت، موسمياتي بدلون،سېلګرۍ ، دفاع او د بحري سلامتيا تر څانګو پراخه كولو لپاره د عزم پخلے وشو











