د كشمير مسئله يوازې سياسي نه انساني هم ده٬ په نړۍ كښې د جوهري جنګ د كشمير شخړې له امله اندېښنه ده ٬ كوم به چې ډېر تباهي كونكے وي٬ سردار مسعود خان

اسلام آباد 27 اكتوبر (اے پي پي) د آزاد كشمير پخواني صدر مسعود خان وئېلي دي د كشمير مسئله يوازې سياسي نه انساني هم ده٬ په نړۍ كښې د جوهري جنګ د كشمير شخړې له امله اندېښنه شته٬ كوم به چې ډېر تباهي كونكے وي٬ په شخړيز كشمير كښې مېشته خلق د ډېرو زياتو مسئلو سره مخ دي٬ پاكستان په معركه حق كښې هند ته وئېلي دي چې مونږ د …

اسلام آباد 27 اكتوبر (اے پي پي) د آزاد كشمير پخواني صدر مسعود خان وئېلي دي د كشمير مسئله يوازې سياسي نه انساني هم ده٬ په نړۍ كښې د جوهري جنګ د كشمير شخړې له امله اندېښنه شته٬ كوم به چې ډېر تباهي كونكے وي٬ په شخړيز كشمير كښې مېشته خلق د ډېرو زياتو مسئلو سره مخ دي٬ پاكستان په معركه حق كښې هند ته وئېلي دي چې مونږ د خپل اولس حفاظت كولې شوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ نېشنل پرېس كلب كښې په مقبوضه كشمير د هند تسلط خلاف د تورې ورځې په موقع سېمېنار ته وكړه۔ د سېمېنار تابيا ګلوبل پاك كشمير كونسل كړې وه٬ دغسې په دستوره كښې د سردار مسعود خان نه علاوه د برطانيې د پارلمان غړے لارډ نزير احمد ٬ پخوانے د جمو و كشمير رياست وزير چوهدري رياض محمود ٬ نزير ګېلاني ٬ شبېر احمد شاه او نورو ګډون كولو۔سردار مسعود خان ووئېل په 27 اكتوبر راجاګانو او هند په كشمير جارحيت كړے ؤ ٬ په جمو كښې 2 لاكهه 50 زره كسان وژلے شوي وو ٬ دغه وژنه تر نن ورځې روانه ده ٬ ده ووئېل په معركه حق كشې نړۍ وليدل چې دروغژنه بيانيه د چا ده ٬ لكه څنګه چې د هند ميډيا او حكومت د دروغو خبرونه چلوي ٬ هغه ټولې نړۍ ليدلي۔ ده ووئېل د لوي څختن په شكر په معركه حق كښې پاكستان ته واضحه برے تر لاسه شو ۔ په دې مهال د برطانيې د پارلمان غړي لارډ نزير احمد وېنا وكړه ۔ هغه ووئېل مودي د دروغو وئېلو ماهر دے ٬ د دغه دروغو د رامخې ته كولو ضرورت دے ٬ اوس رښتيا په ورو ورو نړۍ ته ورمخې ته كېږي ٬ هغه ووئېل د پاكستان ميړني پوځ چې څنګه په جرائت او نرۍ د هند مقابله وګړه په دغې په ټوله نړۍ كښې مېشته پاكستانيان او مسلمانان وياړ لري۔ هغه ووئېل د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د كشمير مسئله په نړۍ كښې رامخې ته كولو كښې مهم كردار لري ٬ د هغه په وجه په ټوله نړۍ كښې د كشمير مسئلې حل كولو په حقله خبرې كېږي ٬ هغه ووئېل په هند كښې د پاكستان په مخالفه بيانيه جوړولو ټاګنې كېږي۔
۔

۔

مزید خبریں